د کورونا وېروس نوی امریکایی واکسین ۹۵ سلنه اغیزناک بلل شوی

امریکا کې د کورونا وېروس نوی واکسین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د موډېرنا کمپنۍ تمه لري چې د تطبیق د اجازې تر لاسه کولو سره به ۲۰ ملیونه ډوزه امریکا کې د ویش لپاره چمتو وي

امریکايي کمپنۍ موډرنا اعلان کړی چې د کورونا وېروس داسې واکسین یې جوړ کړی چې ۹۵ سلنه اغیز لرونکی دی. یاد شرکت دا نوی واکسین پر ۳۰ زره کسانو تطبیق کړی دی.

دا اعلان څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې د درملو جوړولو شرکتفایزر هم د داسې یوه کورونا وېروس ضد واکسین د جوړولو خبره په ډاګه کړه چې ۹۰ سلنه اغیزناک دی.

د دې دواړو شرکتونو د اغیزناک واکسین له اعلان وروسته داسې هیلې را ټوکیدلي چې ښايي په نړۍ کې د کوویډ-۱۹ وبا به له منځه یوړل شي.

دواړو شرکتونو د واکسین جوړولو لپاره د لوړې کچې تجربوي او ابتکاري لارې چارې کارولي.

موډرنا شرکت ویلي غواړي په راتلونکو څو اونیو کې د دې واکسین د کارولو لپاره د موافقې غوښتنه وکړي. خو لا هم د نويو واکسینونو په اړه تر لاسه شوي مالومات لومړنیو پړاوونو کې دي او ډېرې پوښتنې لاځوابه پاتې دي.

واکسین چاته او کله رسیږي؟

دا دې پورې اړه چې د نړۍ په کومه برخه کې ژوند کوئ. موډېرنا شرکت وايي د تطبیق له موافقې وروسته دوی هیله لري چې د واکسین ۲۰ ملیونه ډوزه به امریکا کې پر خلکو د تطبیق لپاره چمتو وي.

دا کمپنۍ هیله لري چې راتلونکی کال د نوي واکسین یو ملیارده ډوزه تولید کړي او د تطبیق لپاره یې د نورو هېوادونو اجازې ترلاسه کړي.

افغانستان کې د کورونا وېروس وروستی حال

له کورونا څنګه ځان وِژغورو

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ-۱۹، ۲۲۸ مثبتې پېښې ثبت او د دې ناروغۍ له امله ۱۵ تنه مړه شوي دي.

دا تازه شمېرې ښيي د تېرو څو ورځو پر تله د نویو اخته کېدونکو کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د کورونا وېروس د نوې څپې په اړه خبرداری ورکړی وو.

په دې سره د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ څه باندې ۴۳ زره کسان اخته شوي، له دې ډلې له ۳۵ زرو زیات یې رغېدلي او یو زر او ۶۳۲ تنه مړه شوي دي.