هند له ناکامې تجربې وروسته بیا سپوږمۍ ته ستوربېړۍ لېږي

د عکس سرچینه، ISRO
هند د چندریا دوه سپوږمیز ماموریت له ناکامېدو څو میاشتې وروسته د چندریان درې سپوږمیز خبره کوي چې له مخې یې سپوږمۍ ته خپله ستوربېړۍ استول غواړي.
د هند د تشیالي یا خلايي ادارې مشر کي سیون د دې نوي ماموریت په هکله وايي، د چندریان درې ټولې چارې له پلان سره سمې پرمخ ځي.
موږ غوښټل چې ۲۰۲۰ کال کې دا چارې تر سره شي، خو ښايي ۲۰۲۱ ته واوړي.
که هند دا ځل دغه چارو کې کامیاب شي، نو څلورم هېواد به شي چې پر سپوږمۍ خپله ستوربېړۍ خوندي کېني او د کم لګښته تشیالي ځواک باور به یې زیات شي.
له دې مخکې روسیې، امریکا او چین د سپوږمۍ پر مخ بریالی ماموریت کړی دی.
هند څه غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند د تشیالي څېړنو ادارې مشر سیون خبریالانو ته وویل، چندریان درې به هم د پخواني ماموریت په څېر دی.
چندریان دوه د هند د تشیالي ادارې تر ټولو پېچلی ماموریت و، موخه یې د سپوږمۍ پر سوېلي څنډ کېناستل و چې تراوسه د کوم بل هېواد دلته نه دی رسېدلی. موخه یې هم د اوبو او منرانونو په هکله څېړنې او پر سپوږمۍ د زلزلې د ځواک اندازه کول و.
خو تېر سپټمبر دا خورا د لوړې کچې سپومیز عملیات هغه مهال ناکام شو چې ستوربېړۍ بې کنټروله او د سپږمۍ پر مخ وغورځېده.
کي سېون وايي، دا نوې ستوربېړۍ به هم په همغه سیمه کېني او د پلان له مخې ټول وسیال به ولري:
د دې وسایلو بیه ۳۵ میلیونه ډالره ده چې د سونتوکو بیې سره لا نوره زیاتېږي.
د تشیالي ادارې سلاکار وزیر جتندر سینګ وايي، نوی ماموریت ډېر کم لګښته دی.
هغه له ټایمز اف انډیا ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، د هند اربېتر لا د مخه سپوږمۍ کې دی، ځکه یې لګښت کمېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر سپوږمۍ له ستورمزلي پرته د ستوربېړۍ درول د هند د کم لګښته تشیالي څېړنې لپاره د پراخو پلانونو برخه ده.
کي سېون وايي، هند پر ۲۰۲۰ کال د ۲۵ تشیالي ماموریتونو ترسره کول غواړي.
هغه دا هم وویل، چې مدار ته د لومړني ستورمزلي د لېږل له پلان سره سم پرمخ ځي.
څلور ستورمزلي د روزنې لپاره غوره شوي او د دې میاشتې وروستیو کې به یې روسیه کې روزنه پیل کړي.
د هغه په خبره، تمه ده چې له دې درې ستورمزلي غوره شي او ماموریت به یې پر ۲۰۲۲ کال پیل شي.









