د ژوند لپاره مناسبه سیاره کې اوبه وموندل شوې

د عکس سرچینه، ESA/UCL
ساینس پوهانو په لومړي ځل د یوه لرې پراته ستوري ګېر چاپېره چورلېدونکې داسې یوه سیاره کې اوبه موندلې چې د ژوند لپاره مناسبه ګڼل کېږي، خو دا چې دغه سیاره له لمریز نظامه په ډېر لوی واټن یانې شاوخو زر تریلیونه کیلومتره لرې پرته ده، د ستوربېړۍ ور استول اوس مهال ناشوني دي.
څېړونکي وايي، په راتلونکو کلونو کې د نویو پرمختللو ټلسکوپونو په راوتلو سره به د دې سیارې څرنګوالی بلا جوت شي.
دوی وايي، دا نوې موندنه د هغې پوښتنې لپاره د ځواب پر لور یو ښه پرمختګ دی چې تل له ساینس پوهانو سره شته او هغه دا چې ایا په کایناتو کې ژوي یوازې پخ ځمکه او که په نورو سیارو کې هم شته؟
د لندن کالج پوهنتون پروفیسره جیوانا ټنیټي په دې برخه کې د څېړنډلې مشره ده، دا وايي، دا لومړی ځل دی چې موږ د استونګنې وړ سیاره کې اوبه موندلې، دا اوبه داسې ځای کې موندل شوې چې د تودوخي درجه یې د ژوند له اړتیا سره برابره ده.
تشیالپوه ډاکټر انګو والډمن وايي، دا سیاره له ځمکې ۱۱۱ نوري کاله واټن لري، نو دا له امکانه لرې ده چې دې سیارې ته دې فضایي څېړونکې بیړۍ واستول شي.
د ډاکټر انګو په وینا یوازینۍ لار دا ده چې هغو ټلسکوپونو ته انتظار وشي چې په ۲۰۲۰ کلونو کې به رامنځته کېږي او پرمټ به یې ساینس پوهان د دې سیارې په اتوموسفیر کې د هغو ګازونو لټه کولی شي چې ژوندیو موجوداتو رامنځته کړي دي.

د عکس سرچینه، ESA/STFC RAL Space/UCL/Europlanet-Science Office
له دې وړاندې هم په نورو سیارو کې اوبه موندل شوې خو هغه یا ډېرې زیاتې او یا ډېر تودې دي.
وړې او د یخې هوا لرونکې سیارې په ډېرې سختۍ سره موندل کېږي، دا سیاره چې 'کې ټو ۱۸ بي' نوم ورکړل شوی په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ناسا د کېپلر تشیال بېړۍ پر مټ وموندل شوه.
د تازه څېړنې مالي لګښت د برتانیا د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز او د اروپا د علمي څېړنو شورا له خوا ور کړل شوی دی.
د تېر میلادي کال په جولای میاشت کې ساینس پوهان د داسې نښو ترلاسه کولو خبر ورکړ چې په مریخ سیاره کې د لوی حجم مایع اوبو شتون په ډاګه کوي.
دوی ویلي و، دا نوی موندل شوی جهیل د مریخ سویلي قطب تر کنګلونو لاندې دی او اوږدوالی یې ۲۰ کیلومتره دی.









