ناسا کنګل څارونکې سپوږمکۍ فضا ته واستوله

د عکس سرچینه، NASA
د امریکا د فضايي څېړنو ادارې ناسا په بریالیتوب سره فضا ته داسې یوه نوې سپوږمکۍ واستوله چې تر دې دمه تر ټولو پرمختللې تکنالوژۍ په کې کارول شوې ده.
دا سپوږمکۍ له کالیفورنیا فضا ته واستول شوه. د دې سپوږمکۍ اصلي دنده د ځمکې پرسر د اقلیمي بدلون له امله د کنګلونو د ویلې کېدلو دقیق جاج اخیستل دي.
تمه ده چې د دې سپوږمکۍ پر مټ به څېړونکي وکولی شي د ځمکې د جوړښت، د سیندونو د اوبو او کنګلونو په اړه دقیق معلومات تر لاسه کړي.
دا سپوږمکۍ د لیزر وړانګو پرمټ په دې برخه کې اوسنی وضعیت په دقیقه توګه ارزوي.
د ناسا څېړونکي توماس وجنر د دې نوې سپوږمکۍ په اړه بي بي سي ته وویل: په دې سپوږمکۍ کې تر ټولو جالبه دا ده چې لیزر تل روښانه وي، خو د لیزر موج په یوه ثانیه کې لس زره واره ده. که د فوټبال یو میدان فرض کړو نو نوې سپوږمکۍ له یوه متره په کمه فاصله کې خپلې وړاندې خوروي خو مخکنۍ سپوږمکۍ په ټول فوټبال میدان کې یو ځل خپلې وړاندې خورولای شوې.

د عکس سرچینه، NASA
دا سپوږمکۍ چې آیس سیټ ټو نومېږي په خپل مدار کې په ۹۱ ورځو کې دوران بشپړوي، د همدې چټک دوران په ترسره کولو سره په کال کې څلور ځله د اوبو او کنګلونو اندازه اخلي. په کال کې څلور ځله ارزونه ځکه مهمه ده چې څېړونکي به وکولی شي د کال په څلورو فصلونو کې پېښېدونکي بدلونونه وڅاري.
دا سپوږمکۍ دنده لري چې د ځمکې پرسر کنګلونه او د سمندرونو په تل کې د کنګلونو پنډ والی معلوم کړي.
دا سپوږمکۍ د درې کلن ماموریت لپاره استول شوې، خو په دغې سپوږمکۍ کې د شته امکاناتو په کارولو سره یې دنده تر لسو کلونو پورې غځېدلی شي.
تر دې وړاندې هم ناسا یو پروګرام عملي کړی و چې په ۲۰۰۹ کال کې پای ته ورسیده.








