د افغانستان له فضا هره ورځ درې نیم سوه الوتکې تېرېږي

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان له فضا په تېر ټول کال کې ۹۰ زره الوتکې تېرې شوې او شاوخوا دوه لکه کورنۍ الوتنې شوې.

د افغانستان د ملکي او هوايي چلند چارواکو اعلان وکړ چې د ۲۰۱۳ کال پر تله یې عواید درې برابره ډېر شوي او د نویو هڅو پر مټ به دا لا هم زیات شي.

هره ورځ شاوخوا درې نیم سوه الوتکې د افغانستان له فضا تېریږي او د افغانستان دننه هره ورځ‌ شاوخوا زر ملکي او پوځي الوتنې کېږي.

د هوایي چلند افغان کارپوهان وايي، د هوا له لارې افغانستان د سوېلي هېوادونو نښلولو لپاره یوه ښه څلورلارې ده چې خلیج هېوادونه او سعودي له چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره تړي او د دې لپاره دوه نورې هوايي کرښې هم جوړې کړې چې ټولې یوولس کرښې کېږي.

د افغانستان له فضا په تېر ټول کال کې ۹۰ زره الوتکې تېرې شوې او شاوخوا دوه لکه کورنۍ الوتنې شوې.

د افغانستان پر فضا شوې الوتنې چورلکو، بي ۵۲ بم غورځوونکو، بې پیلوټه او کورنیو او بهرنیو ترانسپورتي الوتکو کړي دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمود شاه حبیبي وايي، افغانستان اوس د فضا له لارې د اسیا لپاره په څلورلارې اوښتې.

دی وایي، د بېلابېلو هېوادونو الوتکې د دې هېواد د فضا له بېلو برخو تېریږي چې د اسانتیا لپاره یې دوه نورې فضايي کرښې هم ورته جوړې کړې.

دی زیاتوي، هغه الوتکې چې یوازې د افغانستان له فضا تېریږي ۷۰۰ ډالره باید دې هېواد ته فیس ورکړي.

ښاغلی حبیبي وايي، په ټولیز ډول د پنځو کلونو مخکې پر تله تېر کال یې عواید درې برابره زیات شوي وو.

ده تمه وښوده چې دا به نور هم زیات شي ځکه چې د نوي رادار سیستم په رامنځ ته کېدو او د فضا کنټرول په اخیستو سره اوس الوتکې کولی شي په لوړه فضا کې د کمو تېلو په لګښت الوتنې وکړي.

چارواکي وايي، مخکې یې یوازې دوه راداره درلودل چې د کندهار او کابل شاخوا ۶۰ کیلومتره فضا به یې څارله خو اوس یې په ۳۶ ځایونو کې وسایل لګولي چې د ټول افغانستان فضا څاري.

افغان حکومت وايي، دوه کاله یې هڅې وکړې چې د دې هېواد فضايي حریم په خپله کنټرول کړي او د دې لپاره یې نوی رادار سیستم ولګاوه او هوايي ډګرونو یې خپل کړل. په دې چارې شاوخوا سل میلیونه ډالره لګول شوي دي.

اشرف غني

د عکس سرچینه، @hchakhansuri

د عکس تشریح، ولسمشر غني د کابل هوايي ډګر کې د رادار نوی سیستم هم پرانیست.

له دې مخکې په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې ناټو او امریکایانو په داسې یوه مرکز کې د افغانستان فضا څارله چې ان افغانانو ته د ورتګ اجازه هم نه وه.

د افغانستان ډېری ولایتي هوايي ډګرونه د شپې لخوا بند وي، خو د لویو ښارونو لکه کابل او کندهار نژدې ۲۴ ساعتونو کې الوتنې لري.