بیا به آریانا الوتکه کې سفر وکړم؟
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
په کابل کې تر تنظیمي جګړو وروسته، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په لومړي ځل وتوانېدم چې د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه کې پرواز وکړم. تر دې نژدې ۲۰ کاله وروسته مې د دوهم ځل لپاره د اریانا چې ځینې یې د ټوکو پر مهال "ان شاالله ایرلاین" بولي، ټکټ واخیست.
د طالبانو واکمنۍ کې
د ۱۹۹۸ کال ژمی و، د کابل او کندهار ترمنځ سړک دومره کنډ و کپر و چې دوې شپې مو پر لارې تېرېدې، لومړۍ شپه د وردګو په سالار کې او دوهمه د زابل شهرصفا کې. د مین پاکۍ موسسې رخصتي مې بشپړه شوې وه او بېرته کندهار ته تللم. زه او څو همکارانو مې د اریانا هوايي کرښې ټکټونه واخیستل او له تلاشۍ پرته الوتکې ته وختو.

د عکس سرچینه، Getty Images
الوتکه د کابل هوايي ډګر پر ځغاستلیکې د جهادي ډلو له خوا توغول شویو راکټونو د داغونو پر څنډو تېره شوه او په لړزانو وزرو یې د شکر درې غرونو ته تر رسېدو وړاندې ارتفاع واخیسته. اورېدلي مو ول چې په طیاره کې ځانګړې ډول ډوډۍ ورکوي، خو دا تمه مو نه درلوده او د افغانستان وضعیت ته په کتو مو پر همدې هم شکر اېسته چې په الوتکه کې تر کندهاره تلای شو.
د الوتکې په دهلیز کې یو سړی چې ږیره یې درلوده، لُنګۍ یې پر سر وه او پټو یې پر ځان تاو کړی و، پتنوس په لاس راڅرګند شو چې خوراکي توکی پر مسافرو وویشي. پتنوس له غوړو وطني کُلچو ډک و او د هر سړي یوه کُلچه استحقاق وه. مسافرو کلچې وخوړې، ځینو یې لاسونه په خپلو څادرونو پاک کړل او د دنګو غرونو په تماشه شول.

شل کاله وروسته یو ځل بیا اریانا
تېر ژمی مې نیت وکړ چې یو ځل بیا د افغانستان د ملي هوايي کرښې له خدماتو ګټه پورته کړم.
د اریانا افغان هوايي شرکت چې په ۱۹۵۵ زېږدیز کال کې د یوه امریکايي هوايي شرکت په مرسته او شراکت جوړ شو، له لسیزو راهیسې د افغانستان د ویاړونو او افتخاراتو یوه برخه ده او نړیوالو ته یې افغانستان ورپېژندلی دی. د جګړې تر کلونو وړاندې چې د اریانا الوتکې هم نسبتاً نوې وې په نړیوال معیار برابر خدمات یې په هېواد کې دننه او بهر وړاندې کول. د کورنیو جګړو پیل، د یو شمېر الوتکو ویجاړي او د بېلابېلو حکومتونو او زورواکو له خوا د اریانا بې حساب کتابه کارول دغه شرکت ته ډېر مالي زیان واړاوه.
ما د ډېرو مشورو پر خلاف د اریانا ټکټ واخیست او له ټاکلي وخته درې ساعته وړاندې هوايي ډګر ته ورسېدم. هغه څه وشول چې تمه مې یې درلوده، الوتکه مې چې لومړی کندهار تلله بیا ډهلي ته، سبا ته وځنډول شوه. خو دا شرط هم پکې و چې سهار به د هوايي کرښې کارکوونکي حال راکړي چې پرواز شته او که نه. له قطره د کابل له لارې کندهار ته تلونکي مساپر په هوايي ډګر کې هک حیران ول چې شپه به پر کوم مکان تېروي. په هرحال سبا سهار ته ټول مساپر بیا هوايي ډګر ته حاضر شول، خو الوتنه تر ټاکلي وخت بیا وځنډېده.

د اریانا ټکټ پلورنځي مسول وویل، الوتکه یې جده کې تم شوې ده. کابل کې له جدې څخه ژونديو مساپرو ته په انتظار ناستو کسانو کې یو له هغه ځایه د خپل د مړي رسېدو ته په ویر ناست و.
په دوهمه ورځ بیا نهیلي کورته ستانه شوو.
آریانان افغان هوايي شرکت د مساپرو د معلوماتو لپاره د ټېلېفون څلور شمېرې لري. په ۲۴ ساعتونو کې او په لسګونو ځلو زنګونو کې، یو ځل هم چا ټیلېفون ځواب نه کړ. یوازینۍ لار همدا وه چې یو ځل بیا هوايي ډګر کې حاضري ورکړو، چې بالاخره پر درېیمه ورځ الوتکې ته وختلو.
الوتکه کې دننه څه تېرېږي؟
د حیرانتیا خبره ده چې د اریانا الوتکو څوکۍ تر یو شمېر نړیوالو کرښو سیټونو هوسا او د پښو لپاره ډېر ځای لري. د هغو زمانو څوکۍ دي چې په الوتکه کې سکرټ څکول کېدل او څنګ ته سګرټ داني لري، خو بیا لیکل شوي چې سګرټ څکول منع دي.
ما دا تمه نه درلوده چې د خوندیتابه معلومات دې ډیجیټلي راکړل شي، خو نه یوازې دا چې معلومات پر لوی ټلویزیون راښکاره کړل شول چې د لومړي ځل لپاره مې په پښتو ژبه داسې اعلان واورېد. وروسته بیا دغه خبرتیا په دري او انګلیسي ورکول کېده. تر معلوماتو وروسته پر سکرین د الوتکې د سفر نقشه راښکاره شوه، فکر مې وکړ چې وروسته به صافه شي خو همداسې لکه د ۱۹۶۰ کلونو د ویډیوګېم په جړ کیفیت کې پاتې شوه.

د عکس سرچینه، Ariana
کندهار کې چې الوتکه کښېناسته نیم شتمن او نیم اړمن خلک راوختل چې هند ته روان ول. په ناروغانو کې ځینې آن ګرځېدی نشوای او د بل چا په مرسته الوتکې ته وختل.
طیاره چې لږ پورته شوه تر ټولو ښې شېبې راورسېدې، د ډوډۍ د وېش. غوراوي پکې ډېر نه ول او نه هم چا پوښتنه کوله چې کوم خوراک څښاک غواړئ، بخت او طالع. خو د وریجو او کوفتې خوند یې بې ساری و. سلاد او تر خوړو وروسته خواږه یې هم خوندور ول. ډوډۍ په داسې یو ځل مصرفو لوښو کې راوړل شوه چې هم اقتصادي ول او هم چاپېریال لږ ککړوي. خلاصه د ډوډۍ د ډول غوراوی یې د افغان پخلي استازیتوب کولی شي، خو مېلمه پالنه یې تر دې نوره هم ښه کېدای شي.
ځینې سټیورډستان، داسې چلند کوي لکه له خپل کاره چې ستړي وي او یاهم ورته ډېر بې اهمیته وي، مساپر چې له مهربانه چلند سره نه مخامخ کېږي نو منفي اغېز پرکوي.
کله چې مساپر الوتکې ته خېژي له نړیوالو معیارونو سره سم باید ورسره داسې چلند وشي چې نوره ستړیا هېره کړي، خو له بده مرغه په اریانا کې د الوتنې ستړیا درسره تر اوږدې مودې پاتې کېږي.
په نړیوالو هوايي کرښو کې ډېری مهال میلمه پالان په ګڼو ژبو خبرې کولی شي او موخه هم دا ده چې مساپرو ته اسانتیاوې جوړې شي او د نژدې والي احساس وکړي. په افغانستان کې د هوايي کرښو مېلمه پالانو باندې د انګلیسي ژبې پوهېدل جبري دي، خو د هېواد په نورو لویو ژبو پوهېدلو ته ډېر اهمیت نه ورکول کېږي. یوه مساپر له ما وغوښتل چې مېلمه پالې ته یې خبره وکړم.
بل ځل به څه وکړم؟
د الوتنې ځنډېدل په عمومي توګه یوه ترخه تجربه وي. ګڼو نړیوالو الوتنو کې ډېر لږ مهال د مېلمه پالو له خشک چلند سره مخ شوی یم. د طالبانو پر مهال چې مې د کلچه وېشونکي پټو والا میلمه پال کیسه وکړه هغه هم د هغه مهال له شرایطو سره سم خلاصه ټنډه درلوده، خو د یوویشتمې پېړۍ د هوايي کرښو معیار لا ډېر څه ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو دا یوازې آریانا هوايي کرښه نه ده بلکې په افغانستان کې ځینې نورې کرښې هم ځینې ورته ستونزې لري. زه پوهېږم چې په افغانستان کې واکمن شرایط پر هرڅه اغېز لري او باید له پامه ونه غورځول شي.
زه چې پر درېیمه ورځ د کابل هوايي ډګر کې د اریانا شرکت میز ته ودرېدم، کارکوونکې ته مې وویل چې یو څو کیلو ګرامه وزن مې ډېر دی، څه وکړم پیسې یې ورکړم که یې لېرې کړم؟ راته یې وویل "یو یې هم مه کوه، دا دې د خپل هېواد الوتکه ده او دومره زغم لري."
هغه تجربه، چې تر اشخاصو ور هاخوا، له اشیاو سره یې هم د عاطفي اړیکې احساس در پیدا شي، په تکرارولو ارزي.









