قطر ایروېز 'د نړۍ تر ټولو غوره هوايي شرکت' وپېژندل شو

د عکس سرچینه، AFP
د قطر حکومتي هوايي کرښه سږ کال له سیالې اماراتۍ هوايي کرښې مخته شوې او د نړۍ سلو ښو هوايي شرکتونو کې یې اوله درجه ګټلې ده.
دا خبر پاریس هوايي نندارتون کې او د سکای ټرکس شرکت هغو مراسمو کې اعلان شو، چې د ۲۰۱۷ کال د نړۍ غوره هوايي کرښو ته د جایزو ور کولو لپاره جوړ شوي وو.
سکای ټرکس برتانوۍ موسسه؛ چې د نړۍ هوايي کرښې ارزوي او درجې ور کوي، هر کال په مراسمو کې د دې برخې خورا غوره شرکتونه پېژني.
په دې درجه بندي کې سینګاپور هوايي شرکت دویم او امارات څلورم شو.
د مکسیکو هوايي شرکت د درجه بندۍ اخر کې دی او سلم ځای لري.
امارات هوايي شرکت تېر کال اوله درجه خپله کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د قطر هوايي کرښې اجرايي مشر اکبر الباکر وايي: " دا جایزه یواځې د قطر هوايي کرښې نه ده، بلکې د قطر د ټولو خلکو ده".
قطر هوايي کرښه، داسې مهال د نړۍ اوله درجه ګټي، چې دا هېواد له سعودي عربستان او نورو عرب هېوادونو سره د تاوتریخوالي له امله له بندیزونو سره مخ دی.
دغه هېوادونه پر قطر تور لګوی چې د " ترهګرۍ ملاتړ" کوي.
دوی له قطر سره هر ډول اړیکي پرې کړي او پر اقتصادي بندیزونو سربېره یې د ځمکې، هوا او سمندري لارو په تړلو سره کلابند کړی دی.
دغه هېوادونه له خپلې هوا د قطر هوایي کرښې الوتکو ته د تېرېدلو اجازه هم نه ور کوي.
په دې دلیل قطر هوايي کرښې خپل تګلوری بدل کړی، خو ور سره یې څو ګړۍ مزل هم اوږد شوی دی.
شنونکي وېره ښيي چې د لارې اوږدېدلو او وخت ډېرېدلو له امله به د قطر هوايي کرښې مشتریان نورو هوايي کرښو ته لاړ شي.
قطر هوايي کرښه نږدې ۲۰۰ الوتکې لري.
دغې کرښې د قطر پلازمېنه دوحه د اسیا او اورپا ترمنځ پر پل بدله کړې ده.
قطر هوايي کرښه په ۷۳ هېوادونو کې له ۱۴۰ ډېرو هوايي ډګرونو ته په تګ سره د هېوادونو د شمېر له مخې د نړۍ پنځمه هوايي کرښه ده.
قطر هوايي کرښې نږدې پنځه میاشتې مخکې د نړۍ نېغ تر ټولو اوږد الوت پیل کړ.
دا سفر د قطر له پلازمېنه دوحه د نوي زیلنډ تر اکلنډ پورې دی چې ۱۶ نیم ساعته وخت نیسي.
د دې سفر ټول واټن ۱۴۵۰۰ کیلومتره ده.




















