د قطر الوتکو 'کیو سیټ'؛ څوکۍ، د خوب تخت او بنډارخونه

د عکس سرچینه، Qatar Airways
ډېر کله الوتکه کې د اوږده سفر پرمهال د څوکیو له تنګوالي سره مخامخ کېږو. خو هغه چې په سفر کې ډېر خوب کوي، د بالښت او کټ په ارمان کې څوکۍ کې ویده کېږي. قطر هوايي شرکت د 'کیو سیټ' په نوم د سوداګرو لپاره ځانګړې څوکۍ جوړې کړې دي.
دا څوکۍ د یوې خونې په څېر دي، چې د ارامۍ ساه پکې اخیستل کېدای شي.
دغه نوې څوکۍ د خوب پر تخت هم بدلېږي، د خوړو پر ځای اوړي چې مسافر پکې په ارامه بنډار، خوراک او خوب کولای شي.
قطر وايي، دې کار دوه کاله وخت ونیو.
د 'قطر اېروېز' الوتکو کې پر دغو ځانګړو ځایونو 'مزاحمت مه کوئ' لیکل شوي دي.
مسافر کولای شي چې دوې متوسطې څوکۍ، یو هوار تخت او یو ځانګړی د خوب کټ کرایه کړي.
له لندنه د قطر دوحې ته مسافر کولای شي د ۲۸۰۰ پونډو په مقابل کې د (وایټ کمپنۍ) په ارام او لوکس کتان جوړو نرمو توکو کې ارام سفر وکړي.
د کټ څنګ ته د کورنیو لپاره څلور څوکۍ لرونکی یو بل ځای هم جوړ شوی دی.

د عکس سرچینه، Qatar Airways

د عکس سرچینه، Qatar Airways
د روانې اونۍ پيل کې د برلین (آی ټي بي) سوداګریز نندارتون پرمهال، د دغو څوکیو د ډیزانېدو اعلان د قطر اېروېز د اجراییوي مشر اکبر الباکر له خوا وشو.
نوموړي وویل، دوه کاله وړاندې یې انجنیرانو او ډیزانرانو ته سپارښتنه وکړه او دغه سیټونه له ایټالیايي پوستکي جوړ شوي. په لاس اوبدل شوي چې ګلابي طلايي زړه راښکونکی رنګ ورکړل شوی.
۳۵ ګامه لوړ په هوا کې مسافر له خپلو ملګرو سره د بنډار یا کورنۍ د ارام او خوب پرمهال د (کیو سیټ) وره ته څېرمه (لطفاً مزاحمت مه کوئ) تڼۍ کېکاږلی او خپل ارام کولای شي.
د څلورو څوکیو ځای کې تاوېدونکي تلوېزیونونه هم اېښودل شوي چې کورنیو او ملګرو ته یوځای د بنډار او له کار کولو توان ورکوي.

د عکس سرچینه، Qatar Airways
ښاغلي الباکر د دغه پرمختګ په اړه وویل: ''زموږ دغه کمساری او ښکلی ډیزاین په لومړي ځل الوتکو کې ځای پرځای شوی، په تېره بیا هغو مسافرو ته چې غواړي په لا ډېر محرمیت کې سفر وکړي.''
نوموړي زیاته کړه: ''په دې سره قطر اېروېز خپلو مهمو مسافرو ته دا توان ورکوي د خپلې خوښې تر ټولو ډېر لوکس او ارام ځای کې سفر تجربه کړي.''
د قطر هوايي چلند اړوندې ۱۹۴ الوتکې شپږو لویو وچو تر ۱۵۰ ډېرو ځایونو ته سفرونه کوي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images








