د لمر انرژۍ الوتکه جوړه شوه

الوتکه
د عکس تشریح، دا په نړۍ کې لومړنی الوتکه ده چې د تيلو يو څاڅکی هم پکې نه کارول کېږي.
    • Author, خوشحال تايب
    • دنده, له لندنه

د لمر د انرژۍ لومړنۍ الوتکه تر شاوخوا شپږويشت ساعتونو الوتنې وروسته بېرته په سويس کې ځمکې ته راښکته شوه.

دغه الوتکه څلور ماشنيونه لري او د مساپر وړونکو الوتکو په شان لوی وزرونه لري چې دولس زره لمريزې بيترۍ پکې ځای پر ځای شوې دي.

دا د هوايي چلند په تاريخ کې د يوې نوې پاڼې پرانيستل دي.

د دغې الوتکې نوم سولر ايمپلس شمسي بدلون دی چې د تېلو يو څاڅکی هم نه پکې کارول کېږي.

دغه الوتکه تر اوږده انتطار وروسته د لمر د انرژۍ په وسيلې په سويس کې والوته او ټوله ورځ يې په هوا کې تېره کړه.

د ورځې په اوږدو کې ددغې الوتکې په وزرو کې ځاي پرځاي شويو بيتريو دومره انرژۍ جذب کړې وه چې دغه الوتکه پرې ټوله شپه هم په هوا کې وګرځي.

دا لومړي ځل دی چې په نړۍ کې دغه ډول يوه الوتکه جوړه او الوتنه يې وکړه.

دا الوتکه په ساعت کې اويا کيلومتره واټن وهي ، خو د سوداګرۍ او د مساپرو د لېږدولو لپاره نه کارول کېږي.

. اوس دغه شرکت غواړي چې تر ۲۰۱۳ کال پورې د لمر په انرژۍ چلېدونکې داسي الوتکه جوړه کړي چې وکولای شي پر ټولې نړۍ وګرځي.

ددغې الوتکې لومړنی پيلوټ ((برنارد پيکارد)) دی چې مخکې د جنګي الوتکو پيلوټ و.

دی وايي له دې څخه څرګنده شوه چې د لمر له انرژۍ څخه ډېر څه ترلاسه کېدای شي او بايد د ژوند په هره برخه کې ترې ګټه واخيستل شي .