د سپوږمۍ د ملکیت حق د چا دی؟

چاند پر ملکیت

د عکس سرچینه، NASA

پر سوپږمۍ اول ځل نژدې پنځوس کاله مخکې انسان پښه کېښوده. د نیل ارمسټرانګ دا ګام د انسانیت لپاره یوه لویه هیښوونکې خبره وه.

له دې ګام لږ وروسته نیل ارمسټرانګ همسفر بز ایډرن هم په دغه ولاړ سمندر پښه کېښوده.

له ایګل ستوربېړۍ کوزېدو سره چې کله ایډرن د سپوږمۍ لرې لرې تشې سطحې ته وکتل نو له لویې کنډوالې سره یې پرتله کړه.

د ۱۹۶۹ کال جولای کې د اېس اپولو ۱۱ عملیاتو وروسته سپوږمۍ د انسان له لاس تر ډېر وخت لرې وه او له ۱۹۷۲ کال وروسته بیا کوم انسان هلته کوز نه شو.

خو اوس حال بدلېږي، ځکه اوس نه دا چې ځینې کمپنۍ سپوږمۍ کې څېړنې غواړي، بلکې هلته کیندنو سره سره زر، پلاټینیم (پلاتونیم) او برېښنا او ټیکنالوجۍ کې کارېدونکې نورو توکو د سپړلو سوچ هم لري.

تېره میاشت چینايي کارپوهانو د سپوږمۍ پر هغه برخه خپل ستوربېړۍ ودروله چې له ځمکې کتل کېږي نه.

دوی هلته د مالوچ بوټی هم وکاره. داسې ښکاري چې اوس دوی هلته څېړنځی هم جوړوي.

پر دې سربېره یوه جاپانۍ کمپنۍ ای سپېس د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د تګ راتګ لپاره پر یو چوکاټ جوړولو او سپوږمۍ کې د اوبو موندلو پر پلان کار کوي.ځینې کاروباري کمپنۍ نن سبا د ناویاتو (نادرو) کانونو د موندلو په هڅه سپوږمۍ کې د سپړلو فکر په سر اخیستي، خو پوښتنه دا ده چې د سپوږمۍ پر دې طبیعي زېرمو حق د چا او څنګه دی.

خو د دغو چارو لپاره کوم قانون یا اصول شته چې وښيي د ایډرن لویه کنډواله به پر خپل ځای پاتې وي؟

سپوږمۍ

د امریکا او شوروي ترمنځ سړه جګړه کې تشیال(فضا) کې پر څېړنو او په تشیالي توکو یا څېزونو کې پر ممکنه قدرتي یا طبیعي زېرمو د مالکیت حق په تړاو پوښتنې کېدې.

ملګرو ملتونو پر ۱۹۶۷ کال په داسې مهال په امریکا، برتانیا او پخواني شوروي داسې تړون لاسلیک کړ چې د متحده ایالتونو تشیالي اداره ناسا سپوږمۍ ته د انسان استولو لپاره تیارېدله.

د ملګرو ملتونو دا تړون اوټر سپېس ټریېټي (Outer Space Treaty) په نوم پېژندل کېږي.

دې تړون کې روښانه شوې چې یو هېواد هم په سپوږمۍ یا نورو تشیالي اجسامو کې د خپل حضور یا شتوالي له مخې پر هغه د ملکیت یا حاکمیت دعوه نشي کولي.

د تشیال اړوند کمپنۍ ایلډن ایډوایز مشر جان وېلر وايي، پر سپوږمۍ بیرغ لکول لکه نیل ارمسټرانګ او د هغه سیالانو وکړ بې مانا کار دی، ځکه دې کار سره د کوم کس، کمپنۍ یا هېواد پر دغه تشیالي څیز د ملکیت حق نشي ترلاسولی.

خو پر ۱۹۶۹ کال په عملي ډول دې خبرې دومره مانا نه لرله چې د سپوږمۍ پر ځکه ملکیت یا د کیندنو حق د چا دی او د چا نه دی.

خو ورو ورو چې ټیکنالوجي پرمختګ کوي د سپوږمۍ له ممکنه وسیلو ګټه اخیستلو امکانان هم ډېرېږي.

خو لا هم دا خبره لرې راتلونکي پورې تړلې، مګر امکانات یې زیاتېږي، ځکه ملګرو ملتونو د سپوږمۍ تړون په نوم یو نوی قرارداد خپور کړ او موخه یې دا ده چې مختلف هېوادونه په سپوږمۍ او نورو اسماني اجسامو کې خپلې هڅې د قانوني دایرې په چوکاټ کې وکړي.

د دې تړون له مخې تشیالي وسیلې باید د سوله ییزو موخو لپاره وکارول شي او هر هېواد ته پکار ده چې ملګرو ملتونو ته ووايي، د تشیال کومه سیمه کې مرکز جوړول غواړي او څه کول غواړي.

دې تړون کې دا هم ویل شوي چې سپوږمۍ او طبیعي وسیلې یې د انسانیت ګډه شتمني ده او داسې تړون پکار دی چې پلي کول یې هغه وخت پیل شي کله چې له دا ډول وسیلو ګټه اخیستل ممکن ښکاره شي.

خو د سپوږمۍ تړون یوه مسله دا ده چې تراوسه یوازې ۱۱ هېوادونو لاسلیک کړی دی. فرانس او هند لاسلیک کړی، خو د تشیال لویو لوبغاړیو لکه چین، امریکا، برتانیا او روس دا تړون نه دی امضا کړی.

چاند پر ملکیت

د عکس سرچینه، Getty Images

جان وېلر وايي، د دغه تړون اصول پلي کول هم اسان نه دي، ځکه مختلف هېوادونه دا ډول مختلف سندونه قانون کې شاملوي، خو دا یقیني کول د هغو هېوادونو کار دی چې وګړي او کمپنۍ یې دا اصول ومني.

د تشیال قانون یا سپېس لا جریدې پخوانی سرلیکوال یا چیف ایډېتر جان ایرین له دې نظر سره جوړ دی چې د تشیال اړوند نړیوال قانون پلي کولو ضمانت نشي کېدلی:

په دې تړون عمل کول د سیاست، اقتصاد او عمومي رایې یو پېچلی ترکیب دی.

په تشیالي اجسامو د کوم کس یا هېواد د ملکیت او حاکمیت د نه منلو اړوند دا تړون وروستیو کلونو کې له ننګونو سره مخ دی.

امریکا پر ۲۰۱۵ کال د کمرشل سپېس لانچ کمپیوټیټو اېکټ په نوم قانون منظورولو سره پر داسې وسایلو د وګړو حق مني چې کومه کوچنۍ سیاره کې یې له کان کیندنو سره ترلاسه کړې وي.

د پلېنیټري ریسورسېز په نوم د تشیالي طبیعي وسیلو د څېړنو کمپنۍ بنسټګر ایرک ایڼډرسن دا قانون د تاریخ تر ټولو مهم قانون بولي.

دا ډول لوګزابورګ هم پر ۲۰۱۷ کال یو قانون پاس کړ چې د تشیال پر قدرتي وسیلو یې د دا ډول حق منلی دی.

په دې کې شک نشته چې څو کاروباري ادارې له دې وسیلو کار اخیستل غواړي او داسې ښکاري چې ځینې هېوادونه د دا ډول شرکتونو ملاتړ هم کوي.

خو د تشیال اړوند قانونپوهې کمپنۍ اړوند یو وکیل هېلن تبیني د امریکا او لوګزامبورګ دې تړونونو ته په اشارې وايي، فکر نه کوي چې راتلونکي کې هم څوک دا فکر او نظر ولري چې د تشیال څېړنو کې ټول هېوادونه سره برابر دي او دا کار په ګډه وکړي.