څه کم نیمه پېړۍ وشوه سپوږمۍ ته ولې څوک نه دي تللي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نیل ارمسټرانګ لومړی انسان و، چې د ۱۹۶۹ کال د جولای پر ۲۰ مه یې پر سپوږمۍ پل کېښود.
له هغه وروسته د امریکا متحدو ایالتونو پينځه ځله سپوږمۍ ته ماموریت ولېږه، خو وروستی ځل ۱۹۷۲ کې یو ستورمزلی ماموریت سپوږمۍ ته ولېږل شو.
اوس له هغه نژدې نیمه پېړۍ تېره ده او امریکا یو ځل بیا سپوږمۍ ته د انسان لېږلو خبره کړې ده.
د دوشنبې پر ورځ د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې لړ کې یو امر لاسلیک کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو پوښتنه دا ده، چې دومره اوږده موده ولې امریکا یا کوم بل هېواد سپوږمۍ ته انسانان نه دي استولي؟
ماهرین وايي دا ځکه چې سپوږمۍ ته د لېږلو چاره ګران بیه سودا ده.
د لاس ایجنلس کالفورینا پوهنتون فلکیاتو یا ستور پېژندنې پروفیسر مایکل ریچ وايي، سپوږمۍ ته د انسانانو لېږلو ګټه نه شته او لګښت یې خورا ډېر دی.

د عکس سرچینه، AFP
ماهرین دا هم وايي، چې دغسې ماموریت کې ساینسي دلچسپي لږه او سیاسي لاملونه ډېر دي، چې د فضا کنترول سیالۍ لپاره دغسې ماموریتونه استول کېږي.
۲۰۰۴ کال کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر جارج بش د ولسمشر ټرمپ په څېر سپوږمۍ ته د ماموریت لېږلو پلان وړاندې کړ، چې ۱۰۴ زره میلیونه ډالره لګښت ورته وړاندیز شو او دومره لوی لګښت ته په کتو سره هغه پلان ځنډول شوی و.
ماهرین ګومان کوي دا ځل هم ښايي همداسې وشي، ځکه ولسمشر ټرمپ د امر له لاسلیک مخکې د امریکا مشرانو جرګې سره مشوره نه ده کړې.
مایکل ریچ وايي، دغه پروژه له ساینسي پلوه ګټوره نه ده، ځکه ګومان نه شي، چې مشرانو جرګه به یې لګښت ومني.
بل لامل یې دا دی، چې د امریکا فضايي اداره ناسا دغه موده کې د نورو پروژو پر بشپړولو لګیا ده، چې مشتري ته استول شوي ماموریتونه هم پکې شامل دي.

د عکس سرچینه، EPA
خو ساینسپوهانو دا هم ویلي، چې سپوږمۍ ته باید ماموریتونه واستول شي، ځکه په وینا یې دې سره به انسانان نوي معلومات ومومي.
پر حکومتي او شخصي توګه داسې هڅې شوې دي، چې نه یوازې سپوږمۍ ته د استولو په تړاو وې، بلکې پر سپوږمۍ د انسانانو لپاره د مېشت ځایونو یا لویو مېنو ودانولو خبرې هم شوې دي.








