پر سپوږمۍ وروستی ګام اېښودونکی ستورمزلی ومړ

سرنان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، سرنان هغه مهال د اپولو ۱۷ د ماموریت مشري کوله.

د جین سرنان په نامه وروستی امریکایی ستورمزلی، چې سپوږمۍ ته ختلی و، د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.

د امریکا د فضايي چارو ادارې (ناسا) ویلي، د دغه متقاعد پخواني ستورمزلي مړینې "غمجن" کړي دي.

سرنان یو له هغو درو کسانو و، چې دوه ځلې سپوږمۍ ته وخوت او وروستی هغه څوک و چې په ۱۹۷۲ کال پر سپوږمۍ د خپلو پلونو نخښې پرېښودې.

سرنان هغه مهال د اپولو ۱۷ د ماموریت مشري کوله.

د سرنان کورنۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نوموړي د دوشنبې په ورځ د ځینو روغتیايي ستونزو له کبله ساه ورکړه. خو د مړینې د لامل په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دوی ویلي "هغه د عمر تر وروستۍ شېبې پورې له ستورمزلو سره همکارۍ ته دوام ورکړ او ځوانان یې هڅول چې د نوموړي دا تاریخي سفر پسې وغځوي".

نوموړي د اپولو ۱۷ له ماموریت وړاندې دوه ځلې په ۱۹۶۶ او ۱۹۶۹ کلونو کې فضا ته تللی و.

سرنان

د عکس سرچینه، NASA VIA REUTERS

د عکس تشریح، سرنان درې ځلې فضايي سفر کړی

سرنان چې د سمندري ځواکونو یو بریالی ستورمزلی و، په ۱۹۶۳ کال د ناسا له درېیمې ستورمزلې ډلې سره یوځای شو.

جین سرنان په ۱۹۷۶ کال متقاعد شو او په خصوصي برخو کې د تلوېزیون په بېلابېلو پروګرامونو کې حاضر و.

هغه د خپل ژوند په اړه یو مستند فلم هم جوړ کړی چې په ۲۰۱۴ کال یې له بي بي سي سره د خپل ځان په اړه مرکه هم کړې ده.

سرنان د ۱۹۳۴ کال د مارچ میاشتې پر ۱۴مه د امریکا شیکاګو ایالت کې دې نړۍ ته راغلی و. بشپړ نوم یې یوجین اندرو سرنان و.

سرنان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، هغه ۴۰ کاله وړاندې له ناسا متقاعد شو او په خصوصي برخه کې یې فعالیت پیل کړ

له نوموړي نه له خپلې مېرمنې جان نانا سرمان یوه لور دوه برګټۍ او نهه لمسان پاتې شول.

د جین سرنان له مړینې څو اونۍ وړاندې یو بل مشهور امریکایی ستورمزلی جان ګلن هم مړ شوی و.