تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر سپوږمۍ وروستی ګام اېښودونکی ستورمزلی ومړ
د جین سرنان په نامه وروستی امریکایی ستورمزلی، چې سپوږمۍ ته ختلی و، د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.
د امریکا د فضايي چارو ادارې (ناسا) ویلي، د دغه متقاعد پخواني ستورمزلي مړینې "غمجن" کړي دي.
سرنان یو له هغو درو کسانو و، چې دوه ځلې سپوږمۍ ته وخوت او وروستی هغه څوک و چې په ۱۹۷۲ کال پر سپوږمۍ د خپلو پلونو نخښې پرېښودې.
سرنان هغه مهال د اپولو ۱۷ د ماموریت مشري کوله.
د سرنان کورنۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نوموړي د دوشنبې په ورځ د ځینو روغتیايي ستونزو له کبله ساه ورکړه. خو د مړینې د لامل په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دوی ویلي "هغه د عمر تر وروستۍ شېبې پورې له ستورمزلو سره همکارۍ ته دوام ورکړ او ځوانان یې هڅول چې د نوموړي دا تاریخي سفر پسې وغځوي".
نوموړي د اپولو ۱۷ له ماموریت وړاندې دوه ځلې په ۱۹۶۶ او ۱۹۶۹ کلونو کې فضا ته تللی و.
سرنان چې د سمندري ځواکونو یو بریالی ستورمزلی و، په ۱۹۶۳ کال د ناسا له درېیمې ستورمزلې ډلې سره یوځای شو.
جین سرنان په ۱۹۷۶ کال متقاعد شو او په خصوصي برخو کې د تلوېزیون په بېلابېلو پروګرامونو کې حاضر و.
هغه د خپل ژوند په اړه یو مستند فلم هم جوړ کړی چې په ۲۰۱۴ کال یې له بي بي سي سره د خپل ځان په اړه مرکه هم کړې ده.
سرنان د ۱۹۳۴ کال د مارچ میاشتې پر ۱۴مه د امریکا شیکاګو ایالت کې دې نړۍ ته راغلی و. بشپړ نوم یې یوجین اندرو سرنان و.
له نوموړي نه له خپلې مېرمنې جان نانا سرمان یوه لور دوه برګټۍ او نهه لمسان پاتې شول.
د جین سرنان له مړینې څو اونۍ وړاندې یو بل مشهور امریکایی ستورمزلی جان ګلن هم مړ شوی و.