ځمکې ته نژدې لویه سپوږمۍ اسمان رڼا کوي

د عکس سرچینه، AFP
اټکل دی چې د یکشنبې په ماخوستن به یوه لویه سپوږمۍ ځمکې ته نژدې شي او کتونکي به د رڼا اسمان تماشا کوي.
دا ډول رڼا هغه مهال رامنځ ته کېږي، چې سپوږمۍ پخپل مدار کې ځمکې ته تر ټولو ډېره نژدې شي، سپوږمۍ ۷ سلنه لویه ښکاري او رڼا یې هم په سلو کې ۱۵ زیاته شي، خو په سترګو کې دا توپیر ډېر نه احساسېږي.
اټکل دی چې دا لویه سپوږمۍ به بریتانیا کې د ګرېنویچ پروخت له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې او ۴۷ دقیقې ولیدله شي.
د ستورپېژندنې د شاهي ټولنې رابرټ ماسي وايي، سپوږمۍ به نیمه شپه ډېره رڼه ښکاري.
"سړه سپوږمۍ"
له ۱۹۴۸ کال راپدېخوا په لومړي ځل تېر کال هم سپوږمۍ ځمکې ته ډېره نژدې شوې وه چې د اټکل له مخې بل ځل به د ۲۰۳۴ کال د نومبر پر ۲۵مه ځمکې ته رانژدې شي.
په ډیسمبر کې د لویې سپوږمۍ راڅرګندېدو ته د "سړې سپوږمۍ" نوم ورکړل شوی.
د یکشنبې په ماخوستن به دا سپوږمۍ د ۲۳۸،۹۰۰ میلو پرځای له ځمکې ۲۲۲،۷۶۱ میله لرې وي، چې دا د سپوږمۍ او لمر ترمنځ اوسط واټن اټکل شوی دی.
ماسي وايي، د یکشنبې په ورځ به د سپوږمۍ راختلو ننداره "ډېره خوندوره" وي او د دوشنبې په ګهیځ به ورکه شي، دا کار د لیدیزې غولونې له کبله کېږي چې د "سپوږمۍ غولول" هم ورته وايي.
سپوږمۍ په دایروي ډول له ځمکې څخه نه راڅرخي، همدا ده چې د خپل مدار مطابق یې له ځمکې واټن کم او زیاتېږي او ترمنځ یې واټن هم تر لمر د ځمکې د دوران له کبله بدلېږي.

د عکس سرچینه، AFP










