د څوارلسم سپوږمۍ پلوشې

د مني موسم کې چې شپه او وروځ برابرې شي، د ځمکې استوا کرښه د لمر نیمايي ته رسېږي، بشپړه سپوږمۍ اسمان کې ځلېږي او کروندګر لو ته لورونه چمتو کوي.

Moon over bushes

د عکس سرچینه، Juniperbeddy

د عکس تشریح، د څوارلسم سپوږمۍ د برتانیا پر اسمان ځلیږي او د بي بي سي موسم له څارونکو یې جونیفر بیډې تصویر اخیستی دی.
Moon seen through clouds

د عکس سرچینه، Eddie the Weather

د عکس تشریح، دغه تصویر چې سپوږمۍ په وریځو کې ډوبه روانه لیدل کېږي، له کینټ سیمې ایډي استولی دی. هارویسټ مون یا بشپړه سپوږمۍ د مني له رسېدو سره لیدله کېږي.
Close-up of the moon

د عکس سرچینه، Carlas Garden

د عکس تشریح، د مني دغه انډول هغه مهال رامنځته کېږي، چې د ځمکې استوا کرښه د لمر له نیمايي سره برابره شي. کارلاس ګارډن د څوارلسم سپوږمۍ دغه تصویر هیرټفورډ شایر له سیمې استولی دی.
Bright moon shining with clouds

د عکس سرچینه، Pat Pics

د عکس تشریح، هارویسټ مون نوم سره د لو او لور موسم هم تړلی دی. دا معمولاً برتانیا کې هغه مهال وي، چې کروندګر او بڼوال د خپلو کروندو محصلات ټولوي او د ژمي له راتلو مخکې یې زېرمه کوي. پخوا به کروندګرو شپې تر ناوخته پورې د څورالسم بشپړې سپوږمۍ رڼا ته کاروونه کول. دغه تصویر له همپشایر نه پات پیسیس استولی دی.
Moon over houses

د عکس سرچینه، Weather Knight

د عکس تشریح، هغسې چې د ویمپشایر د ویدر نایټ دغه تصویر کې وینو د څوارلسم سپوږمۍ رښتیا اسمان له ځلا ډک کړی دی.
Moon seen through drops of water on a window pane

د عکس سرچینه، Thornhill Watch

د عکس تشریح، پر هندارو د څاڅکو تر څنګ د هارویسټ مون دغه تصویر چې د اکتوبر پر پنځمه ورسېد، له سټافورډشایر نه تهورنهیل واچ استولی دی.
Moon next to a church

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، معمولاً د شپې او ورځې برابرۍ دغه مهال د سپتمبر پر ۲۲ رسېږي، خو سږ کال د اکتوبر پر پنځمه شپه او ورځ برابرې شوې. دغه تصویر سمر سیټ کې د یوې کلیسا تر څنګ اخیستل شوی دی.
An aeroplane seen in front of the moon

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د څوارلسم سپوږمۍ دغه تصویر کې د یوې الوتکې تر شا لیدل کېږي، چې پر هېترو هوايي ډګر کښېناستو ته چمتو کېږي