۱۰۰ کلونو کې د سپوږمۍ تر ټولو اوږده تندر نیونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمعې ورځې پر ماخوستن اروپا، منځني ختیځ، استرالیا او د اسیا او جنوبي امریکا په ډېری برخو کې سپوږمۍ تر ټولو اوږده '۱۰۳ دقیقې' تندر ونیوله.
دا په یوویشتمه پېړۍ کې د سپوږمۍ تر ټولو اوږده او بشپړه تندر نیوله بلل شوې ده.
د سپوږمۍ تندر نیول د افغانستان پر وخت د شپې له یوې بجې وروسته پیل شول، چې سپوږمۍ پکې په بشپړه توګه سره شوې ده.
دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د ځمکې سیارې ته د مریخ تر ټولو نژدې واټن ګڼل کېږي چې ښايي دا چاره څو ورځې دوام وکړي.
ولې خسوف دومره اوږدېږي؟
د مانچسټر پوهنتون د فضايي چارو د استاد تیم اوپرین په وینا، سپوږمۍ په پراخه نقطه کې د ځمکې پر سیوري تېرېږي او هلته ډېره وخت نیسي چې دا تر ټولو اوږد خسوف (د سپوږمۍ تندر نیونه) ګڼل کېږي.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
دی وايي، د سپوږمۍ بشپړه نیونه یوازې له مریخ سره د ځمکې د نژدېوالي له کبله نه ده، بلکې دده په ټکو د نورو ستورو د تګلوري له کبله هم ده، داسې چې په شمسي نظام کې ستوري پر یوه کرښه سره یوځای کېږي.
اوپرین وايي، "مریخ د یوه ښکلي سور رنګه ستوري په بڼه ښکاري چې له سپوږمۍ یې ځلا ډېره وي".
دی زیاتوي: "هرڅو کاله وروسته د لمر شاوخوا کې مریخ د ځمکې مخې ته رسېږي، چې موږ یې په اسانۍ سره لیدلی شو".

د عکس سرچینه، SPL
خسوف چېرې ښه ښکاري؟
خسوف تر ډېره په هغو سیمو کې ښه ترا لیدل کېدای شي چې اسمان پکې صاف وي، خو شمالي امریکا کې بیا سم نه لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Science Photo Library
خو د سپوږمۍ تندر نیول تر ډېره په ختیځ اروپا، مرکزي او ختیځ افریقا او سوېل ختیځه اسیا کې ښه لیدل کېږي، دا هغه سیمې دي چې د سپوږمۍ بشپړ خسوف پکې د هوا د صافوالي له کبله لیدل کېږي.
تر دې وړاندې، شلمه پېړۍ کې د ۲۰۰۰ کال جولای پر ۱۶مه سپوږمۍ ډېره اوږده تندر نیولې وه، چې یو ساعت او ۴۶ دقیقې او ۴۰ ثانیې یې دوام کړی و.
د سپوږمۍ د تندر نیولو ځینې انځورونه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، PA

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، NASA









