د بلوچستان عملياتو کې درې "اورپکي" وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستان کې د بلوچستان امنيتي ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې د دريو اورپکو د وژلو او اوو نورو د نيول خبر ور کړی دی.
په کوټه کې د بي بي سي خبريال وايي دغه د پلټنې عمليات په واشک او کوهلو سيمو کې ترسره شوي دي.
د بلوچستان مرکز کوټه ښار کې د پوليسو وياند رسنيو ته ويلي د واشک په دوو بېلابېلو سيمو بيسيمه او بلوچ اباد کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ ډزو کې دوه اورپکي وژل شوي او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.
د پوليسو وياند وايي د بيسيمه سيمې په يو لړ نورو عملياتو کې يې د اورپکو يو قوماندان وژلی او يو لړ وسله يې نيولې ده.
د پوليسو د ویاند په خبره درېيم عمليات د کوهلو په فاضل چل کې شوي چې په ترڅ کې يې درې اورپکي نيول شوي. خو تراوسه خپلواکه سرچينو دغه خبر نه دی تاييد کړی.
بلوچستان کې د حالاتو د خرابوالي له امله عمليات روان دي خو په پېښور کې پر پوځي ښوونځي بريد وروسته د پلټنې عملياتو سربېره نيولو کې هم زياتوالی راغلی دی.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت په وينا تر اوسه يې له ۸۰۰۰ زيات شکمن اورپکي نيولي دي.




