بلوچستان کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د بلوچستان په لرې پرته سيمه کلات کې د څلورو کسانو شکنجه شوي مړي موندل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي د قلات په کلغلې سيمه کې د مړيو په اړه ورته خبر رسېدلی و، چې بيا وروسته امنيتي ځواکونه هلته ورغلل او دغه جسدونه يې وموندل.
سرچينې وايي دغه څلور کسان پر سر په ګوليو لګېدلي او د پېژندې لپاره سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د قلات چارواکي وايي د وژل شويو کسانو عمرونه له ۲۵ تر ۵۰ کلونو پورې ښکاري.
د پاکستان په بلوچستان کې له ۲۰۰۷ کال راهيسې د دې ډول شکنجه شويو کسانو مړي موندل کېږي او تر اوسه دغه لړۍ روانه ده.
بل خوا د بلوچستان د ځايي حکومت په وينا د پخوا په پرتله په دې ډول پېښو کې کمی راغلی دی.
د پاکستان د دولتي رسنۍ په وينا له ۲۰۱۰ کاله تر ۲۰۱۵ پورې د ۸۵۳ شکنجه شويو کسانو مړي موندل شوي دي.




