بلوچستان کې درې شکنجه شوي مړي موندل شوي

د پاکستاني چارواکو په وينا د بلوچستان په اواران سيمه کې د د ريو کسانو شکنجه شوي مړي موندل شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي د اواران په ګيشګور سيمه کې د مړيو په اړه ورته خبر رسېدلی و، کله چې هلته ورسېدل د دريو کسانو مړي پراته وو.
د وژل شويو کسانو مړي د پېژندګلوۍ لپاره سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي، چارواکي وايي دغه کسان په ډزو وژل شوي دي.
سرچينې وايي په وژل شويو کسانو کې دوه پېژندل شوي چې د ګيشګور سيمې اوسېدونکي دي.
د دغو کساو د وژلو علت روښانه نه دی.
اواران د بلوچستان له هغو سيمو ګڼل کېږي چې تاوتريخوالي په کې ډېر تر سترګو کېږي او پخوا هم په کې شکنجه شوي مړي موندل شوي دي.
ملتپاله بلوڅان وايي د بې درکه بلوڅانو د مړيو موندل کېدو لړۍ چې ۲۰۰۸ کال کې پيل شوې وه تر اوسه روانه ده.
د بلوڅانو ملت پاله ډلې د لا درکه کسانو د مړيو موندل کېدو تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس بولي خو حکومت دا تورونه ردوي.
د بلوچستان حکومت بيا وايي په دې ډول پېښو کې د پخوا په پرتله کمی راغلی دی.








