بلوچستان بريد کې څلور پوليس وژل شوي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د بلوچستان کوټې ښار کې نامعلومو وسله والو کسانو پر پوليسو بريد کړی چې په ترڅ کې د څارندوی په ګډون څلور پوليس وژل شوي دي.
چارواکي وايي پر موټر سايکل سپرو څلورو وسله والو کسانو د کوټې په پښتون اباد سيمه کې د پوليسو پر ګزمه بريد کړی.
امنيتي چارواکي وايي د بريد په ترڅ کې ټپي شوي څلور پوليس يې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول چې دريو يې په لاره او څلورم په روغتون کې ساه ورکړه.
د کوټې پوليس وايي په سيمه کې يې د پلټنې عمليات پيل کړي دي.
د روان کال مارچ مياشت پر پوليسو دې ته ورته بريد شوی و چې په ترڅ کې يې دوه پوليس وژل شوي وو او پاکستاني طالبانو يې د يوه پيغام په ترڅ کې پړه پر غاړه اخيستې وه.
د کوټې په لورلايي او پښتون اباد سيمو کې پښتانه اوسېږي.




