بلوچستان کې ځانمرګي برید ۹ کسه وژلي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کچي سیمه کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسه وژل شوي.
له کوټې د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي چې دغه ځانمرګی برید د کچي سیمې د شیعه مسلمانانو په یوه جومات کې شوی.
د عیني شاهدانو په وینا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې جومات کې خلک په لمانځه ولاړ وو.
تر اوسه پورې په دغه چاودنه کې د نهو کسانو وژنه تائید شوې.
په دغه ځانمرګي برید کې ۷ کسان ټپیان شوي هم دي چې ځایي روغتون ته یوړل شوي.
دوه ورځې وړاندې په کوټه کې د سپرلیو په یوه بس کې هم چاودنه شوې وه چې ۱۱ کسان په کې وژل شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د محرم په مناسبت په ټول پاکستان کې سخت امنیتي ګامونه پورته شوي.




