ننګرهار کې ډرون برید د "اسلامي دولت ډلې" پنځه اورپکي وژلي

افغان امنیتي چارواکي وايي په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې پنځه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د ننګرهار د پولیسو مشر حضرت حسین مشرقیوال بي بي سي ته وویل، وژل شوي کسان د اسلامي دولت په نامه ډلې غړي دي.
دغه برید د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
د ښاغلي مشرقیوال په وینا په وژل شویو کې د اسلامي دولت ډلې یو ځايي قومندان هم شامل دی.
په وروستیو میاشتو کې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د اسلامي دولت ډلې ګڼ قومندانان وژل شوي دي.
افغانستان کې ننګرهار یو له ناامنو ولایتونو ګڼل کېږي چې طالبان او د اسلامي دولت ډله په کې فعالیت لري.
په نورو پېښو کې، د ختیځ کونړ ولایت ځايي چارواکي وايي، د توپ د یوې مرمۍ د چاودنې پایله کې، چې له پخوا پاتې وه، د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.
دغه پېښه د کونړ ولایت په چپه درې ولسوالۍ کې ارمنځ ته شوې ده.








