پېښور: د ښوونځي یوه بل ټپي زده کوونکي هم ساه ورکړه

د عکس سرچینه، AFP
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا پېښور کې پر پوځي ښوونځي برید کې یوه ټپي شوي زده کوونکي د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړ ده، چې په دې سره د وژل شویو زده کوونکو شمېر ۱۴۴ ته رسېدلی دی.
دغه زده کوونکي په کمباینډ پوځي روغتون کې ساه ورکړه.
د مړه شوي زده کوونکي نوم اسحق امین اعلان شوی دی.
۱۶ کلن اسحق امین پر ښوونځي د پاکستاني طالبانو برید کې سخت ټپي شوی و.
بل خوا، په ښوونځي کې د وژل شویو او ټپي شویو زده کوونکو له کورنیو سره د عدالت په نامه یو کمپاین پیل شوی، چې له لومړي وزیر نواز شریف او د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر پرویز خټک نه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د دغه کمپاین ویاند اون خان بي بي سي ته ویلي، له خپلو وکیلانو سره یې سلا مشورې پیل کړې دي.
د تېر ۲۰۱۴ کال دسمبر پر ۱۶، د پېښور پر پوځي ښوونځي پاکستاني طالبانو خونړی برید وکړ، چې تر ۱۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول، چې زیاتره یې زده کوونکي وو.
تر برید وروسته د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر جنرال عاصم سلیم باجوه یوې خبري غونډې ته وویل، بریدګر د زده کوونکو د یرغمل کولو لپاره ښوونځي ته نه وو ورغلي، بلکې د وژلو لپاره ورغلي وو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP Getty
وروسته د پاکستاني طالبانو تحریک د برید پړه ومنله، او ویلي یې وو چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو د غچ اخیستو مقابل کې یې دغه برید کړی.
طالبانو د ورته نورو بریدونو ګواښ هم کړی و.
پر ښوونځي د یوه بل ټپي شوي زده کوونکي احمد نواز طبي جراحي د بریتانیا په برمنګهم ښار کې روانه ده.

د عکس سرچینه،








