پاکستان د لشکر جنګوي دوه کسان اعدام کړل

پېښور کې پر ښوونځي تر خونړي برید وروسته، پاکستان ۲۲ کسان اعدام کړي

د عکس سرچینه، THINKSTOCK

د عکس تشریح، پېښور کې پر ښوونځي تر خونړي برید وروسته، پاکستان ۲۲ کسان اعدام کړي

پاکستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په لړ کې کراچۍ کې د لشکر جنګوي دوه کسان اعدام شوي دي.

حکومتي سرچینو ویلي، دغه کسان د کراچۍ مرکزي زندان کې د سې شنبې پر ګهیځ اعدام شول.‌

د اعدام شویو کسانو نومونه عطاء الله او محمد اعظم ښودل شوي، چې وايي د ممنوع ګرځول شوې لشکر جهنګوي ډلې غړي وو.‌

د پاکستان ملي تلویزیون دغو دوو سخت دریځو د ۲۰۱۱ په جون میاشت کې د کراچۍ سولجر بازار کې پر یوه شیعه ډاکټر علي رضا پیراني برید وکړ او هغه یې وواژه.

پاکستان کې د سخت دریځو او قاتلانو په حق کې د اعدام پرېکړه په ۲۰۰۴ کال د ترهګرۍ ضد محکمې له خوا صادره شوه، چې بیا وروسته لومړي وزیر د اعدام د سزا سپکولو غوښتنه هم وکړه،‌ خو تر اوسه یې غوښتنه نه ده منل شوې.

حکومتي سرچینې وايي، دواړه تازه اعدام شوي د جنورۍ له ۲۴ راهیسې د اعدام په تمه وو.‌

د دغو کسانو د اعدام پروخت د زندان کلک امنیت نیول شوی و.‌

د خیبر پښتونخوا پر پوځي ښوونځي تر هغه خونړي برید وروسته، چې لږترلږه ۱۵۰ کسان پکې ووژل شول، پاکستان د اعدامونو لړۍ چټکه کړې ده.‌

پر ښوونځي تر برید وروسته،‌ تر اوسه د پاکستان له خوا ۲۲ مجرمین په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

د کراچۍ زندان کې له تازه اعدام مخکې د بهرام خان او محمد سعید په نومونو دوه کسان اعدام شوي وو.

تر اوسه زیاتره اعدام شوي هغه کسان دي، چې پر پوځي ادارو او بنسټونو په بریدونو او قتلونو تورن او نیول شوي وو.‌

په اعدام شویو کې داسې کسان هم وو،‌ چې پر پخواني پوځي مشر پرویز مشرف د قاتلانه برید کې یې برخه اخیستې وه.‌

د پاکستان پیپلزې پارټۍ له حکومت نه په هېواد کې د اعدام سزا درولو غوښتنه کړې ده.‌

د کراچۍ زندان کې د اعدام پرمهال ګهيځ ټینګ امنیت نیول شوی و

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د کراچۍ زندان کې د اعدام پرمهال ګهيځ ټینګ امنیت نیول شوی و

له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ پورې، یوازې دوه کسان اعدام شوي وو،‌ چې دواړه په پوځي محکمو کې په اعدام محکوم شوي وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د شمېرو له مخې پاکستاني زندانونو کې دا مهال اته نیم زره کسان په اعدام محکوم شوي،‌ خو د کومو چې د بښنې غوښتنې شوې، رد شوې دي.

په دغو ۸۵۰۰ بندیانو کې تر ۸۰۰ یې داسې بندیان دي، چې د ترهګرۍ په تړاو په تورونو د مرګ سزاګانې ورته اورول شوې.‌