پاکستان: د شیعه ګانو جومات کې چاودنې ۶۱ کسان وژلي
د پاکستان سوېلي سند ایالت شکارپور ولسوالۍ د شیعه ګانو په یوه جومات چاودنې لږترلږه ۶۱ کسان وژلي دي.
برید د شکارپور امام بارګاه سیمې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته شوی دی.
د رپوټونو له مخې، په برید کې تر ۵۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.
کورنیو رسنیو ویلي، شاید دا ځانمرګی برید وي، خو امنیتي چارواکو د برید په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ددغه برید په غندلو سره د برید په اړه د بېړنیو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
برید د ښار د ګڼې ګوڼې د یوې ډکې سیمې په جومات کې شوی. د امام بارګاه مولا علي په نامه دغه جومات په دوو پوړو کې جوړ شوی، چې د جمعې د لمانځه پرمهال ګڼ خلک موجود وو.
د ۲۰۱۳ کال جنورۍ کې هم له شکارپور لس کیلومتره لیرې غازي شاه درګاه کې چاودنې څلور کسان وژلي وو.
په ۲۰۱۰ کال شکارپور کې د عاشورا پرمهال پر یوې ناستې برید شوی و.
شکارپور کې مذهبي تاوتریخوالی
د جیکب آباد سکهر او لاړکانه ولسوالیو کې مذهبي تاوتریخوالی ډېر شوی.
هلته د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو څلور ځلې بریدونه وشول. درې کاله مخکې، هلته درې هندي زلمیان ووژل شول.
په ښار کې د موسیقۍ پروګرامونه د مذهبي سخت دریځو له وېرې نه جوړېږي، چې ښکاري د سخت دریځو دغه مذهبي ډلې پر ډېر څه واکمنې دي.
د شکارپور پر عمومي سړک دواړو غاړو ته ډېرې مدرسې پرتې دي، چې زیاتره یې د دیوبند حنفي مذهب پیروانې دي.
که څه هم هلته کومه رسمي شمېره نه شته، خو ویل کېږي چې هلته ۱۲ زره او پنځه سوه مدرسې دي، چې زیاتره پکې د پنجاب او خیبر پښتونخوا او جنوبي پنجاب طالبان سبق وايي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، AFP








