طالب قومندان منصور دادالله وايي پاکستان يې پرېښود

- Author, طاهر خان
- دنده, اسلام آباد
د طالبانو يو وتلي قومندان منصور دادالله ويلي د پاکستان حکومتي ادارو د فشار له کبله افغانستان ته بېرته تللی، ځکه د هغوې غوښتنې ده ته د منلو وړ نه وې.
منصور دادالله بي بي سي ته ويلي چې له کورنۍ سره له پاکستانه وتلی اوافغانستان ته تللی دی.
هغه وايي چې د پاکستان امنيتي ادارو له خوا تر فشار لاندې و، چې د دوې خبره ومنی خو ده په دې دليل انکار وکړچې د مشرانو او خپلوقومندانانو له مشورې پرته هېڅ ويلی نه شي.
"کله چې کور ته لاړم له خپلو بچو او د کورنی له نورو غړو سره افغانستان ته ستون شوم"
دې پوښتنې ته په ځواب کې چې افغانستان کې څه کول غواړې نو هغه وويل چې دی به د "شهيد دادالله محاذ" په نامه خپله ډله او ملګري منظم کړي چې دا به د طالبانو "اسلامی امارات" برخه وي.
پاکستان منصور دادالله تېرکال د فبرورۍ په مياشت کی د شاوخوا څلورنيمو کالو بند ورسته خوشي کړی و.
منصور دادالله د ۲۰۰۸ د فبرورۍ پر ۱۱ پاکستاني ځواکونو بلوچستان کې نيولی و. د پاکستان پوځ مخکې ويلي وو، چې له منصور دادالله سره د هغه پينځه کسه ملاتړي هم نيول شوي وو.
د دادالله محاذ وياند شهاب الدين اتل بي بي سي ته ويلی چې منصور دادالله د جنورۍ پر ۱۶پاکستان څخه وتلی و.
منصور دادالله له ۲۰۰۷ کال تر هغه وروسته مطرح شو چې ورور او د وسله والو طالبانو مشهور قومندان ملا داد الله ووژل شو.
خو منصور دادالله ته نژدې کسانو دا خبره رد کړې وه او ځينو دغه ټوله چاره د وسله والو طالبانو ترمنځ د مخالفت ښکارندويه بللې وه .
داسې ادعاوې کېدې چې منصور دادالله د ډېرو ځانمرگو بريدونو مشري په غاړه لرله.
په ۲۰۰۷ کال طالبانو اعلان کړه چې منصور دادالله نور د دوى غړی نه دى. د طالبانو مشر قومندان منصور دادالله خپلسرى او له خپل غورځنگه وتلى بللى.
منصور دادالله د خپل ورور ملا دادالله له وژل کېدو وروسته په سوېل کې د يو لوى شمېر طالبانو د قومندان په توگه ټاکل شوى و، طالبانو خپلسرى او پردى اعلان کړى و.
طالبان وايي چې منصور دادالله د ورور د وژنی په شک کې د طالبانوځينې کسان نيولي او وروسته يې وژلي وو.
دې عمل د ډېری طالبان غوسه راپارولې وه چې ورسته ملا محمدعمرپه يوه پيغام کی منصوردادالله غندلی و چې بي بي سي دغه پيغان اورېدلی و.
د طالبانويوه بل مشر بي بي سي ته ويلي چې له زندانه د خوشي کېدو وروسته د طالبانومشرانو دادالله سره ليدلي وواو ټولی مخکنۍ لانجې حل شوې وې.








