د پاکستاني پوځ بمبارۍ ۲۱ "وسله وال" وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان شمال لوېديځو قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ بمباریو لږترلږه ۲۱ "وسله وال" وژلي دي.
په بمبارۍ کې د خیبر قبایلي سیمې کوکي خېلو کې پاکستاني طالبان او "لشکر اسلام" اورپکې ډلې په نښه شوې دي.
د پاکستان د پوځ یوه جګپوړي چارواکي ویلي، ۱۰ وسله وال په خیبر کې وژل شوي، خو ۱۱ نور بیا د شمالي وزیرستان په لیرې دته خېلو سیمه کې وژل شوي دي.
سیمه ییزو حکومتي او استخباراتي سرچینو د اورپکو دغه وژنه تایید کړې ده.
د پاکستان پوځ له تېر جولای راهیسې په وزیرستان کې د اورپکو پرضد عملیات پیل کړي، چې تر اوسه دوام لري.
د پاکستان پوځ وايي، په قبایلي سیمو کې اورپکي پټنځایونه لري، چې له هماغه ځایه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بریدونه سمبالوي.
پوځ دا ادعا هم کوي، چې اورپکي او پاکستاني طالبان اوزبک او اویغوري سخت دریځي د بریدونو لپاره روزي.
واشنګټن له پاکستانه غوښتي وو، چې تر څو کلونو پورې پخپله خاوره کې د اورپکو پټن ځایونه ختم کړي.
امریکايي چارواکو ویلي وو، د پاکستان په خاوره کې اورپکي په ګاونډي افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پرضد خونړي بریدونه کوي.
د پاکستان پوځ وايي، تر اوسه د قبایلي سیمو په عملیاتو کې تر زرو ډېر اورپکي وژل شوي.
سیمې ته خبریالان نه ورپرېښودل کېږي، همدا ده چې د دغو شمېرو کره کېدو ته د شک په سترګه کتل کېږي.
له قبایلي سیمو زرګونه کورنۍ په کور دننه بې ځایه شوې، او زرګونه نورې بیا د ډیورنډ کرښې دې غاړې سرحدي (خوست) ولایت ته راوښتې دي.








