شمالي وزیرستان: دریو ورځو کې درېیم ډرون برید

د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې په تېرو دریو ورځو کې د بې پیلوټه الوتکې درېیم برید شوی چې په پایله کې یې شپږ سخت دریځي وژل شوي دي.
یوه ځایي حکومتي کاروکونکي ویلي چې دغه برید د سې شنبې ګهیځ د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې ترسره شوی.
دغه کس چې د نوم نه په ډاګه کولو غوښتنه یې لرله وویل چې په دغه برید کې د شوال سیمې په کنډغر کلي کې د سخت دریځو استوګڼ ځای په نښه شوی و.
دا په شوال سیمه کې په تېرو دریو ورځو کې د ډرون الوتکې درېیم برید دی.
تر دې وړاندې د دوشنبې په ماښام د افغانستان پولې ته نژدې منګروتئ په سیمه کې د خبیب خان په نوم یوه کس کور په نښه شوی و.
په دغه برید کې څلور سخت دریځي وژل شوي و.
د رپوټونو تر مخه په دغه کور کې ازبک سخت دریځو هم پناه اخېستې وه.
وژل شوي کسان هم د ازبکستان ښوول شوي خو کومې ازادې سرچینې لا د دغو ادعاوو پخلی نه دی کړی.
تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ هم په دغه سیمه کې د ډرون الوتکې برید شوی و چې پنځه کسه په کې وژل شوي و.
پاکستان کې له اوږد ځنډ وروسته د جون په ۱۱مه نېټه د امریکا د ډرون الوتکو بریدونه یو وار بیا پیل شول او روان کال تر دې دمه ۱۱ بریدونه شوي.








