شمالي وزيرستان کې ډرون ۱۳ وسلوال وژلي

پاکستان کې بې پيلوټه الوتکو لسګونه ځايونه په نښه کړي او سلګونه وسلوال او ملکيان يې وژلي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پاکستان کې بې پيلوټه الوتکو لسګونه ځايونه په نښه کړي او سلګونه وسلوال او ملکيان يې وژلي

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، د افغانستان پولې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې امریکايي ډرون الوتکې د وسلوالو د اوسېدو یوه کلا په نښه کړې ده.

راپورونه وايي د بې پيلوټه الوتکې په دغه بريد کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي.

پاکستاني پوځ د شمالي وزیرستان قبایلي سیمه کې د وسلوالو سخت دریځو پر ضد پراخ پوځي بریدونه کوي.

دغه بريدونه له هغه وروسته پيل شول، چې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د دغه هېواد په تر ټولو لوی نړیوال هوايي ډګر ډله ييز بريد وشو.

په دغه بريد کې چې له ۳۰ زيات کسان په کې ووژل پاکستان يې پړه پر ازبېک جنګياليو واچوله، چې ويل کېږي د پاکستان په قبايلي سيمو کې دېره دي.

د امریکا متحدو ایالتونو په جون میاشت کې له شپږ میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه پیل کړل.

پاکستان ټینګار کوي، چې هوايي بریدونو ته یې رسمي اجازه نه ده ورکړې او دا د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا پر خلاف بولي.

خو امريکا د ډرون بريدونه په پاکستان کې د وسلوالو جنګياليو پر وړاندې کارنده وسله بولي او ملاتړ يې کوي.

د کراچۍ پر هوايي ډګر له بريد مخکې د پاکستان حکومت له پاکستاني طالبانو سره د څو اوونيو لپاره د سولې په اړه خبرې وکړې، خو بې پايلې راووتې.