خیبر ایجنسۍ هوايي بریدونو کې ۱۵ سخت دریځي وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي په قبایلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې یې د سخت دریځو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۱۵ سخت دریځي په کې وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آي ایس پي آر) ویلي چې په بریدونو کې د سخت دریځو درې مرکزونه له منځه وړل شوې دي.
خو دا نه ده څرګنده چې دغه بریدونه د خیبر ایجنسۍ په کومه سیمه کې تر سره شوې دي.
له دې وړاندې ډېری عملیات د خیبر ایجنسۍ لرې پرتې تیراه دره کې شوې دي چې ویل کېږي د سخت دریځو څو ډلې په کې فعالې دي.
په دغه سیمه کې د سخت دریځو پر وړاندې عملیات له څو میاشتو راهیسې روانې دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونه له څو کلونو را پدېخوا په خیبر ایجنسۍ کې د سخت دریځو پر وړاندې عملیات تر سره کوي.

خو تر اوسه پورې یې هېڅ سیمه له سخت دریځو په بشپړ ډول نه ده پاکه کړې.
د دغو عملیاتو له کبله د خیبر ایجنسۍ د باړې او تیراه لسګونه زره خلک بې کوره شوې او د کډوالو په پنډغالو کې پناه اخیستو ته اړ شوې دي.
سوات کې ګرځبندیز
بل خوا د سوات په مدین سیمه کې د پنجشنبې پر ورځ د پولیسو د یوه چارواکي له وژل کېدو وروسته لګول شوی ګرځبندیز ختم شوی دی.
د پنجشنبې پر ورځ نا پېژندل شوو کسانو د ځانګړو ځواکونو د پولیسو چارواکی محب الله جان په خپل کور کې وواژه.
له دغې پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی و.
د مدین تاڼې چارواکي محب زاده وايي د ګرځبندیز پر مهال سیمه کې چاڼیز عملیات تر سره شول.
نا تاید شوي راپورونه وايي چې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې څو شکمن کسان نیول شوې دي.








