"پښتونخوا کې د اوړو کمی قحطي راوستلی شي"

اوړه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، له پنجابه تر خیبر پښتونخوا پورې د یو ګاډي اوړو کرایه مخکې پنځوس زره وه او اوس پرې دوه سوه زره لګښت راځي.

د پاکستان پنجاب ایالت یوځل بیا پښتونخوا ته د اوړو په لېږد بندیز لګولی او یوازې د تېر به څېر د ګوتو په شمار د اوړو لاریو ته د بډو اخیستو له لارې د اټک پر لار پښتونخوا ته د اوړو رسولو اجازه ورکول کېږي.

پښتونخوا کې د اوړو د کمښت له کبله خلک له ستونزو سره مخامخ دي او د اوړو بیې ډېرې ختلې دي.

پنجاب ایالت ډېر کله پښتونخوا ته د اوړو پر لېږدولو بندیز لګوي، خو دا ځل پېښور کې د اوړو زېرمې کابو تشې شوې دي.

د ویډیو تشریح، پښتونخوا کې خلک د اوړو بيو لوړېدو له کبله پر واکمن ګوند نيوکې کوي

پېښور کې د اوړو یوه سوداګر منیب - چې دوکان یې بیخي تش ښکاري- بي بي سي ته وویل، مخکې به دریو ورځو کې د اوړو یو ګاډی راتله،‌ خو اوس ډېر کم راځي او پر لار پنجاب نه تر پښتونخوا پیسې ترې اخیستل کېږي، سربېره پر دې د یو ګاډي اوړو کرایه مخکې پنځوس زره وه او اوس پرې دوه سوه زره لګښت راځي.

دی وايي، دوی اوس اوړه نه شي راغوښتی او حکومت نه غواړي چې خیبر پښتونخوا ته اوړه ولېږدول شي.

پښتونخوا کې د اوړو د بیې لوړېدو اصلي لاملونه د پیټرولو د بیې له لوړوالي او بډو اخیستو سره تړلي دي.

قحطي

اوړه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، پښتونخوا کې د اوړو د بیې لوړېدو اصلي لاملونه د پیټرولو د بیې له لوړوالي او بډو اخیستو سره تړلي دي.

پېښور کې د اوړو د سوداګرۍ اتحادیې مشرانو اندېښنه ښودلې که پنجاب پښتونخوا ته د اوړو د لېږد په اړه خپله سخته تګلاره نرمه نه کړي، نو پښتونخوا کې د اوړو د قحطۍ خطر ډېرولی شي.

ددغې اتحادیې مشر رانبیل ګل بي بي سي ته وویل، د پنجاب حکمت تر بندیز مخکې به هره ورځ نژدې یو نیم سل د اوړو ګاډي خیبر پښتونخوا ته راتلل، خو اوس په بډو او رشوت یوازې لس ګاډي راځي.

پاکستان کې نژدې شپېته سلنه وګړي د بې وزل تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې تېر څو کاله د خوراکي توکو بیې پاموړ لوړې شوې دي.

اوړه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، څو ورځې مخکې د پېښور نانوایانو احتجاج کړی و خو حکومت یې چې خبره وانه ورېده، د یوې وچې ډوډۍ قېمت یې له ۱۵ نه ۲۰ روپیو ته لوړ کړ.

پښتونخوا کې د اوړو د بیې لوړېدو له کبله څو ورځې مخکې ځینو نانوایانو احتجاج کړی و، خو ښکاري چې حکومت یې پر احتجاج هېڅ غوږ نه دی ګرولی، همدا وو چې دوی د وچې ډوډۍ بیه – چې حکومت پنځلس روپۍ ټاکلې وه- لوړه کړه او اوس یوه ډوډۍ په شل روپۍ خرڅېږي.

پېښور کې چارواکي له حکومته غواړي چې ددې ایالت شاړې ځمکې دې کروندې ته جوړې او حاصلخېزه کړي، چې د غلې دانې پوره کولو کې د نورو له لاسنیوي پر خپل ځان بسیا او د غنمو کرکېله ډېره شي.‌