شمالي وزیرستان کې د څلورو ځوانانو وژنه؛ د پاکستان بېلابېلو برخو کې احتجاجونه شوي

لاريون

د عکس سرچینه، DAWAR TWITTER

په شمالي وزیرستان کې د څلورو وژل شویو زلمیانو د وژنې ضد نن دوشنبه د پاکستان په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه شوي او له واکمنو يې غوښتي، چې په دې وژنو کې ککړ کسان دي ونیول شي او نور دې دغه ډول پېښو ته د پام ټکی کېښودل شي.

پرون غرمه په شمالي وزیرستان کې څلور زلمیان چې څلور واړه سره ملګري وو، ناڅرګندو وسلوالو په ډزو وژلي وو.

د دې زلمیانو د جنازې مراسمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن دوړ هم ګډون کړی.

ښاغلي پښتین هلته په وینا کې پر ځايي ولس غږ وکړ، چې د خپلو سیمو امنیت دې خپله وساتي. "که امن غواړئ او واياست چې موږ خواري نه کوو او له پنجابه به څوک راځي، موږ ته امن راولي. نو مه کوئ دا توقع سمه نه ده."

د دې زلمیانو د وژنې ضد په اسلام اباد، پېښور، کوټه او یو شمېر نورو سیمو کې ګڼ شمېر ځوانانو په احتجاجونو کې ګډون کړی او د پښتنو پر خاوره يې د سولې او ثبات غوښتنه کړې. ددې وژل شويو زلمیانو مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی قبول کړی.

لاريون

د عکس سرچینه، ABDULLAH NANGYAL TWITTER

په دې وژل شويو زلمیانو کې د سنېد احمد په نامه د یوه زلمي وینا له پرونه راهیسې پر ټولنیزو رسنیو ډېره لاس په لاس کېږي، چې پکې دغه زلمی وايي، "دوی د پاکستان له ریاسته ټوپک نه غواړي، نورې ویجاړۍ نه غواړي، نور دوی زده کړې غواړي، پوهنتون ښوونځي او پوهنځي غواړي".

د شمالي وزیرستان په ګډون په یو شمېر نورو پخوانیو قبایلي سیمو کې تراوسه د ناامنۍ د ډېرو پېښو ګوته تحریک طالبان پاکستان ته نیول کېده او هغوی به هم اکثره د ناامنۍ د پېښو مسوولیت قبولاوو، خو اوس د تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني حکومت ترمنځ د مذاکراتو پایله کې د اوربند اعلان هم شوی، نو اوس ډېری همدا پوښتنه کوي، چې په یادو سیمو کې نور څوک دي چې دغه ډول وژنې کوي.

د وزیرستانونو په شمول د پښتونخوا په پخوانیو قبایلي سیمو کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې یو ځل بیا زیاتې شوې، خو هلته د تېرې شاوخوا یوې لسیزې ناامنۍ ته وګورو نو، هدفي وژنو او دغه ډول بریدونو کې هلته په سلګونو مخور قبایلي مشران، سیاستوال، فعالانو او ولسي وګړي وژل شوي، چې پکې ډېری بریدونه ناڅرګندو وسلوالو کړي دي.