روسیه: امریکا عمران خان ته د مسکو سفر له کبله 'سزا ورکړه'

عمران خان، پوتن

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې بهرنیو چارو وزارت وايي، په تېره فبرورۍ میاشت کې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د مسکو سفر ته چمتوالی کاوه، د سویلي اسیا لپاره د امریکا بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونلډ لیو په واشنګټن کې د پاکستان سفیر احضار کړی و، فشار یې پرې راوړی، خو غوښتنه یې نه ده منل شوې.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت بیان کې د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي 'د ادعا له مخې ډونلډ لیو ' او پاکستاني سفیر اسد مجید تر منځ د خبرو لپاره د پاکستاني رسنیو د رپوټونو یادونه شوې ده.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په وینا له دې وروسته وضعیت ثابتوي چې امریکا 'نامنلي ' عمران خان ته د سزا ورکولو پرېکړه وکړه، د لومړي وزیر ځینې ګوندي ملګري 'ناڅاپه ' اپوزېسیون ته لاړل او همداسې ناڅاپه د لومړي وزیر پر ضد د نه باور تحریک رامنځته شو.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په دې هکله ادعا کوي چې دا ''د خپلو شومو اهدامو لپاره د یوه خپلواک هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له شرمه ډکه هڅه ده. ''

بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا هغه رپوټونه رد کړي، چې ګواکې پاکستان کې د عمران خان حکومت نسکورولو لپاره توطئه شوې ده.

د دوشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ویاند نیډ پرائس د هغو تورونو په ځواب کې چې پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند حکومت له لوري لګول شوي، وویل: ''هغسې چې تېره اونۍ وویل شول، دا تورونه هېڅ واقعیت نه لري. ''

نیډ پرائس وايي، امریکا په سوله ییزه توګه په ټوله نړۍ کې د ولسواکۍ ارزښتونو ملاتړ کوي، ''په پاکستان او ټوله نړۍ کې زموږ اصول همدا دي. ''

عمران خان د لومړي وزارت لپاره د 'ګلزار احمد' نوم وړاندې کړ

جسٹس گلزار

د عکس سرچینه، PID

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د قامي اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته د لومړي وزارت لپاره د دې هېواد د سترې محکمې د پخواني رئیس 'ګلزار احمد' نوم وړاندې کړی دی. د پاکستان د کابینې دفتر د یکشنبې پر ورځ ویلي وو چې عمران خان نور لومړی وزیر نه دی.

په ورته مهال پاکستان کې د روان سیاسي او قانوني کړکېچ په تړاو د دې هېواد د سترې محکمې یوه مهمه ناسته تر سه شنبې ځنډېدلې ده.

ټاکل شوې وه په دې ناسته کې د سترې محکمې درې کسیز پلاوی قامي اسمبلۍ کې عمران خان پر ضد د 'نه باور رایې ' د بهیر په اړه د اپوزیسیون ګوندونو دلایل واوري.

ټاکل شوې وه چې پرون یکشنبه قامي اسمبلۍ کې د عمران خان پر ضد د 'نه باور رایې ' کارولو بهیر ترسره شي.

خو د اسمبلۍ مرستیال مشر غونډې ته وویل، دا بهیر د پاکستان د اساسي قانون پر ضد دی او له همدې کبله به پرې رایه اچونه نه کېږي.

بله خوا د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یکشنبې پر ورځ د لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه قامي اسمبلي منحل کړه، او حکومت اعلان وکړ چې ۹۰ ورځو کې به تازه ټولټاکنې ترسره کېږي.

خو اپوزیسیون ګوندونه تور لګوي چې عمران خان او د قامي اسمبلۍ مرستیال مشر اساسي قانون تر پښو لاندې کړی او باید د غدارۍ په تور محاکمه شي.

"د اوس لپاره عمران خان دندې ته دوام ورکوي"

عمران خان

د عکس سرچینه، AFP

د دوشنبې پر سهار د پاکستان ولسمشر عارف خان علوي وویل، عمران خان به د اساسي قانون د ۲۲۴ مادې د ۴ فقرې له مخې د نوي سرپرست لومړي وزیر تر ټاکل کېدو پورې پر خپل ځای پاتې وي.‌

د یکشنبې پر ورځ د پاکستان کابینې دفتر د یوه رسمي بیانیه کې اعلان کړی و چې د قامي اسمبلۍ تر منحل کېدو وروسته عمران خان هم نور ددغه هېواد رسمي لومړی وزیر نه دی.‌‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

بل لور ته د پاکستان پوځ دغه هېواد کې پر وروستیو سیاسي پرمختګونو اندېښنه ښودلې او د پوځ د عامه اړیکو دفتر مشر جنرال بابر افتخار ویلي چې هغه څه کې قامي اسمبلۍ کې پېښ شول، پوځ پورې اړه نه لري.‌

هغه دا راز زیاته کړې چې پوځ په دغه کار خوښ نه دی.‌

د پاکستان سترې محکمې هم په دې تړاو یوه اعلامیه خپرې کړې.‌ دې علامیه کې له سیاسي ګوندونو د زغم غوښتنه او پر دې ټینګار شوی چې څوک دې د قانون خلاف ګام نه پورته کوي.‌