باجوړ کې د پت په نامه دوو پېښو کې څلور کسان وژل شوي

اېدهي

د عکس سرچینه، Getty Images

د خيبر پښتونخوا د باجوړ سالارزي سيمه کې په يوه اوونۍ کې په دو بېلابېلو پېښو کې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی.

دغه پېښه د پوليسو سره د پت په نامه وژنې په توګه ثبت شوې ده. د پوليسو د راپور له مخې د نجلۍ ورور د وژنې قضيه کې د تورن په توګه ياد شوی دی خو تر دې دمه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

د سالارزي پوليسو يوه چارواکي سهيل وويل، چې د سپټمبر پر ۲۵ دوی ته خبر ورکړل شو چې يو هلک او نجلۍ د شپې دوې بجې بټمالۍ سيمه کې وژل شوي دي.

د پوليسو له خوا د ثبت شوي لومړني راپور له مخې وژل شوی هلک او نجلۍ له يوه بل سره مينه لرله او دواړه له يو بل سره د تليفون له لارې په اړيکه کې وو.

د پوليسو د راپورله مخې هلک او نجلۍ د سپټمبر ۲۴ او ۲۵ تر منځ شپه د ليدو لپاره يوه ځای ته تللی وو کله چې د نجلۍ ورور پرې خبر شوی و نو پر دوی يې ډزې کړې او وژلي يې دي.

د وژل شوي نجلۍ يوه خپلوان د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، د نجلۍ کوژده شوې وه او ټاکل شوې وه چې يوه مياشت وروسته يې واده وشي.

کوهستان

د عکس سرچینه، Getty Images

پوليس وايي د قربانيانو کورنيو سهار وختي د هلک او نجلۍ مړي خښ کړي تر څو د سيمې خلک پرې خبر نشي. پوليس ادعا کوي چې په جرم تورن کس د دواړو کورنيو ملاتړ هم درلود.

د وژنې دويمه پېښه هم د باجوړ سالارزي سيمه کې رامنځ ته شوې ده. د پوليسو د لومړني راپور له مخې پر موټرسايکل سپرو دوو وروڼو هغه مهال ډزې شوې چې پر لاره تېرېدل. په پېښه کې يو ورور وژل شوی او بل ټپي دی.

ټپي شوي ورور پوليسو ته ويلي چې پر ده له يوه ښځې سره د نامشروع اړيکو تور دی چې کېدی شي له همدې امله پرې ډزې شوې وي.

د دې پېښې له لومړني راپور وروسته د وژونې يو بل راپور هم د سالارزي پوليسو سره ثبت شوی، په هغو کې ويل شوي چې يوه مېرمن په خپل کور کې وژل شوې ده. د پوليسو لومړني راپور له مخې ښځه واده شوې وه.

پوليس وايي کله چې دوی د ښځې کور ته ورغلل د هغې جسد د کور په انګړ کې په وينو لت پت پروت و، د کور مېرمنې موجودې وې خو د کور کوم نارينه هلته نه و.

پوليس دا هم د پت په نامه د وژونې پېښه يادوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان په وينا په دې هېواد کې د ناموسي وژنو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې روانه ده.

د دغې ادراې د راپور له مخې چې په ۲۰۱۹ کال کې خپور شوی راغلي چې سند کې ۱۰۸، پنجاب کې ۱۵۹ او خيبرپښتونخوا کې ۴۰ تنه د غيرت په نامه وژل شوي دي.

د ۲۰۲۰ کال تر پايه بيا ۳۶۳ ښځې او ۱۴۸ نارينه په دې هېواد کې د عزت په نامه وژل شوي دي.