متحده عربي اماراتو د "پت" په نامه د ښځې د وژلو سزا سخته کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
متحده عربي اماراتو دغه هېواد کې پر اسلامي قوانینو د بیا کتنې په لړ کې د هغو وژنو لپاره سزا سخته کړې چې د کورنۍ غړي د پت په نامه ښځې وژني.
د متحده عربي اماراتو حکومت ویلي دوی به د هغه قانون ته د بیا کتنې غوښتنه وکړي چې قاضیانو ته یې اجازه ورکړې د داسې وژلو سزا کمه کړي.
په متحده عربي اماراتو کې نارینه د کور ښځینه په ځینو مواردو کې په دې نامه وژلي چې د دوی په وینا خپلوانو ته یې بې عزتي اړولې ده.
حکومت وايي وروسته له دې به داسې جرایمو د وژنې په سترګه کتل کېږي.
د بشري حقونو ډلې وايي هر کال په نړۍ کې زرګونه ښځې په دې وژل کېږي چې ګواکې خپل کور یې شرمولی.
دوی له واده پرته جنسي اړیکه ټینګول چې که آن د تور تر کچې هم وي، د داسې وژنو عمده لامل بولي.
د دغو لاملونو له امله قتلونو ته د "د پت په نامه وژل" هم وايي، خو دا شرح خپل مخالفین لري چې وايي د داسې وژنو له پاره مناسبه اصطلاح نه ده.
متحده عربي امارات هڅه کوي له هغو ځینو نړیوالو نیوکو ځان وباسي چې ډېری مهال پر مسلمانو او په تېره بیا عربي هېوادونو کېږي چې ګواکي بشري حقونو ته ډېر پام نه اړوي.

د عکس سرچینه، EPA
ډبلیو اې ام خبري آژانس لیکي چې د پت په نامه وژنو ته د سختې سزا په ټاکلو متحده عربي اماراتو وښودله چې د ښځو حقونو ساتلو ته ژمنتیا لري.
ډبلیو اې ام وایي دا بدلون د ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان له خوا د تایید شوي قانوني بدلونو یوه برخه ده. پر دې سربېره به حکومت هغه کارونه غیرجرمي کړي نورو ته یې زیان نه رسېږي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.
څه موده وړاندې متحده عربي اماراتو د امریکا متحده ایالتونو په منځګړیتوب له اسراییلو سره ډیپلوماتیکي اړیکي عادي کړې.








