کوهستان نجونو ویډیو قضیه کې درې کسان په عمري بند محکوم شول

Four women in amateur video footage
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې ځايي محکمې د 'کوهستان د پت ' په نامه قضیه کې دريو نیول شویو کسانو ته د عمري بند سزا اورولې او پنځه نور يې خوشي کړي دي.

په ۲۰۱۲م میلادي کال کې په کوهستان سیمه کې پر خواله رسنیو یوه وډيو لاس پر لاس شوې وه، چې په کې په ظاهره څلور نجوني په یوه خونه کې ناستې دي او د دوو هلکانو اتڼ ته چکچکې وهي.

وروسته دغه څلور واړه نجونې او یوه د هغوی ماشومه مرسته کوونکې د پت په نامه ووژل شوې او د اتڼ کوونکو دوو هلکانو څلور وروڼه په بېلا بېلو وختونو کې ووژل شول.

عمر خان، صابر او ساحر د هغو څلورو ښځو خپلوان دي چې ګومان کېږي اته کاله مخکې وژل شوې دي. د وژل شویو ښځو مړي تر اوسه نه دي موندل شوي. او دواړه هلکان تري تم دي.

دغه درې واړه کسان خپلوان دي، چې سزا ورکړل شوې. دوی پاکستاني پولیسو په دې تور نیولي وو، چې د پت په نامه وژلو کې یې لاس درلود.

د کوهستان وډيو سکېنډل په نامه دغه قضیه تر هغه وروسته پېل شوه، چې په ۲۰۱۲م عیسوي کال کې یاده ویډیو پر خواله رسنیو خپره شو.

ویل کېږي، په هغه وډيو کې دوه لیدل شوي هلکان چې د نجونو په مخ کې اتڼ کوي، که څه هم دواړه ژوندي دي، خو ددې وډيو تر خپرېدو وروسته د دوی څلور وروڼه په بېلا بېلو وختونو کې د پت په نامه ووژل شول.

افضل کوهستانی
د عکس تشریح، د دغې موضوع برالا کوونکی اعظم کوهستانی روان کال په مارچ میاشت کې په ایبټ اباد ښار کې نامالومو کسانو له لوري ووژل شو.

افضل کوهستانی د دغو هلکانو ورور وو، چې له ۲۰۱۲م میلادي راهیسې يې بیا د روان کال تر مارچ میاشتې پورې هڅه کوله، چې ددغو نجونو قاتلینو ته دي سزا ورکړل شي، خو روان کال په مارچ میاشت کې په ایبټ اباد ښار کې نامالومو کسانو له لوري ووژل شو.

ښاغلي کوهستاني له بي بي سي سره تر مرګ څه وخت وړاندې په وروستۍ مرکه کې ویلي وو، دی ځکه قاتلینو ته سزا غواړي، چې دده په خبره تردې وروسته بیا په کوهستان کې څوک د پت په نامه وژنې و نه کړي.