پولیس: سوېلي وزیرستان کې دوه نجونې د پت په نامه وژل شوې

د خیبر پښتونخوا ایالت د سوېلي وزیرستان د پولیسو د وینا پر بنسټ، د دوو کم عمره نجونو د وېډیو د خپرېدو له امله دا نجونې د پت په نامه وژل شوې دي.
د ثبت شوې قضیې له مخې، دا دوه نجونې چې یوه یې ۱۶ کلنه وه او بله یې ۱۸ کلنه د شام سیمې پلین ګړیوم کې د خپل د تره زوی له لوري په ډزو ووژل شوې.
په ثبت شوې قضیه کې ویل شوي چې دا دواړه نجونې په خپلو کې د تره لورګانې وې او څو ورځې مخکې د یوې وېډیو د خپرېدو له امله د ناموسي وژنې ښکار شوې.
د سوېلي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي بي بي سي ته ویلي، د دې پېښې په اړه دوی ته ځینې مالومات رسېدلي وو چې په وینا یې دا پېښه په شکتو سیمه کې شوې او هلته یې د رزمک د سیمې پولیسو یې په اړه خپلې اړینې پوښتنې ګروېږنې کړي دي.
د سیمه ییزو پولیسو چارواکو له لومړنۍ څېړنې وروسته دا پېښه ثبت کړې او د عاملینو د نیولو لپاره يي عملیات روان دي.
د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل په وینا، د پت په نوم وژل شوې نجونې ډېرې وړې دي.
هغې وویل، پېښه د یوې وېډیو پر بنسټ شوې چې پکې د دوی پر مخ وېره له ورایه ښکاري:
''دوی وېرېدلي دي او په وېډیو کې یوه نجلۍ هڅه کوي ځان له کامرې وژغوري، په قصدي ډول دا نجونې ځورول شوې دي.''
د ګلالی اسماعیل په وینا، په وېډیو کې درې نجونې ښکاري چې دوه یې وژل شوې او د دې په وینا یوه نجلۍ لا هم ژوندی او ورکه ده.
نوموړې وايي، دا درېیمه نجلۍ هم باید پیدا او ژوند یې وژغورل شي.

سربېره پردې، د وزیرستان یوه اوسېدونکي بادشاه خان هم په خپله فېسبوکپاڼه یوه وېډیو خپره کړې، چې نوموړی پکې د نجونو د دې خپرې شوې وېډیو په اړه غږېږي او وايي:
''دې نجونو ته دې سزا ورکړل شي او دا ځکه اړینه ده چې نور هېڅوک باید د داسې کړنو جرات ونه کړي چې زموږ عزت او ابرو خوندي شي.''
پولیس چارواکي شوکت علي وویل، د بادشاه خان په نوم له هغه کس نه چې په خواله رسنیو کې چې د وژنې د هڅولو په اړه وېډیوګانې خپروي، هم څېړنې روانې دي.










