پېښور کې سړي یوه نجلۍ د 'پت' په نامه بربنډه کړې

د عکس سرچینه، AFP
د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور کې يوه سړي د 'پت' په نوم د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ جامې څیرې کړې او د خلکو مخ کې یې بربنډه کړې ده.
د پېښور ګلفت شهيد تاڼې يوه پوليس د دغې پېښې پخلی کړی او وايي چې د اپېښه د تېرې مياشتې پر دېرشمه نېټه شوې ده.
د تېرې جمعې په ورځ له پیشلمي وروسته د پېښور ناظم د دغې ځپل شوې کورنۍ سره ولیدل او ډاډ یې ورکړ چې پېښه کې ښکېل کسان به ژر ونیسي.
پوليس چارواکي بي بي سي ته ويلي له دې پېښې مخکې د تورن کس او د نجلۍ د کورنۍ چې خپلوان یې دي، ترمنځ په کومه خبره تاوتريخوالی راغلی و. تورن سړي لومړی د نجلۍ د کور پريوه سړي تاڼه کې عریضه هم کړې وه.
پولیس وايي، بیا وروسته، د نجلۍ مور تاڼې ته ولاړه او پر دغه تورن کس يې پر دې پارچه وکړه چې د دې وراره يې په جنګ کې ټپي کړی و۔
پوليس وايي، همدا وجه وه چې مور يې بېرته راتله او ورسره خپله لور هم وه او دغه تورن کس په لاره کې درولي او له نجلۍ نه يې کالي ایستلي او بربنډه کړې يې ده۔
د نجلۍ د مور له اړخه په شوي پارچه کې ويل شوي چې د هغې لور يې د خلکو د سترګو مخې ته بې ستره او سپکه کړې چې ولاړ خلک بيا ورغلل او پر نجلۍ يې خپل څادرونه واچول۔
پوليس وايي، د تورن د نيولو لپاره يې پلټنې پيل کړې او د پېښې څېړلو لپاره یو ځانګړی ټیم هم ټاکل شوی.
ياده دې وي چې دا په خيبر پښتونخوا کې دوهمه داسې پېښه ده چې له نجلۍ نه کالي ایستل کېږي او بربنډېږي.
په وروستيو کې د دغه ایالت په ډيره اسمعیل خان کې هم له يوي نجلۍ سره ورته چلند شوی و او په کلي کې بربنډه ګرځول شوې وه.








