د "پت" په نوم پاکستان کې په سلگونو ميرمنې وژل شوي

پاکستاني ميرمنې

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د بشري حقونو ټولنې وايي پاکستنني چارواکې بايد د ښځو وژونکي هير نه کړي

د بشري حقونو يوه مخکښه ټولنه وايي د ٢٠١١ کال په لومړنيو نهو مياشتو کې لږ تر لږه ٦٧٥ پاکستانۍ ميرمنې او نجونې د کورنۍ د نوم بدولو يا پت په نامۀ وژل شوې دي.

په ٢٠١٠ کال کې ٧٩١ پاکستانۍ ميرمنې وژل شوې وې.

د بشري حقونو فعالين وايي که څه هم پاکستاني حکومت د ښځو د حقونو د ښه کولو لپاره يو څه پرمختگ کړى دى خو لا هم ډير کار ته اړتيا شته.

دوى له پاکستاني حکومته غواړي چې د دغه ډول وژنو په برخه کې بايد وژونکي محاکمه شي حال دا چې پوليس يې د شخصي او کورنيو چارو په پلمه له پامه غورځوي.

فعالين له دې هم سر ټکوي چې په پاکستان کې په کور دننه له ښځو سره د تاوتريخوالي پېښې هم خورا ډيرې دي او د هغوى په برخه کې چارواکي ډير څه نه کوي.

د بشري حقونو د څار ټولنې د يوۀ چارواکي له خولې ويل شوي چې په وژل شويو کسانو کې ٧١ داسې نجونې وې چې عمرونه يې تر ١٨ کلونو هم کم وو.

تور

په وژل شويو نجونو کې ډيرې په دې تور تورنې وې چې گواکې "نامشروع" اړيکې يې لرلې.

١٢٩ ميرمنې بيا داسې وې چې د مور و پلار له اجازې پرته يې وادۀ کړى وو.

په وژل شويو ښځو کې ١٩ خپلو زامنو ، ٤٩ د خپلو پلرونو له خوا او ١٦٩ د خپلو ميړونو په لاس وژل شوې وې.

د " پت" په نامۀ دغه ډول وژنې يوازې په پاکستان کې دننه ډيرې نه دي بلکې په هغو پاکستانيانو کې هم ډيرې ليدل کيږي چې له خپل هيواده دباندې اوسيږي.

د روانې ميلادي مياشتې په ترڅ کې د بلجيم يوې محکمې د يوې پاکستانۍ کورنۍ څلور غړي د خپلې لور او خور په وژنه تورن کړل.

هغه نجونې په دې تورنې وې چې د مور و پلار په خوښه يې وادۀ نه کاوۀ.