کوټې ته د چین د سفیر تللو سره سرینا هوټل کې چاودنې ۴ کسان ووژل او ۱۱ ټپیان کړل

کوټه
د عکس تشریح، پاکستاني طالبان وايي، ځانمرګي یې هوټل کې موټربم چاودنه کړې ده.

د بلوچستان مرکز کوټې په سرینا هوټل کې د چاودنې له امله څلور کسان ووژل او یوولس ټپیان شول.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چاودنه د هوټل پارکېنګ کې شوې ده.

د هغه په خبره، لومړني مالومات ښيي چې باروت یوه موټر کې ایښي وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید هم له ځايي رسنیو سره خبرو کې ویلي، له باروتو ډک موټر هوټل کې چاودنه کړې ده.

نوموړي له فرانس خبري اژانس سره خبرو کې دا پېښه "ترهګریز برید" بللی دی.

پاکستاني طالبان وايي، برید دوی کړی، خو نور مالومات یې نه دي ور کړي.

د کوټې سېول هسپتال یا صحت عامه روغتون ویاند ډاکټر وسیم بېګ وايي، چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

وژل شویو کې د سرینا هوټل یو مدیر او یو پولیس دی.

کوټې ته د چین د سفیر تګ

د چاودنې مړي او ټپیان ولسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د عکس تشریح، د چاودنې مړي او ټپیان ولسي روغتون ته وړل شوي دي.

دا چاودنه په داسې مهال ده چې د چین سفیر کوټې ته تللی، خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د چین سفیر نانګ رانګ د چاودنې پر مهال سرینا هوټل کې نه و.

میر ضیاالله لانګو زیاتوي، د چین سفیر سره یې لیدلي او هغه لویې ارادې لري.

نوموړی وايي، د چین سفیر ورته ویلي چې د کوټې سفر به بشپړوي بیا به ستنېږي.

ځايي رسنۍ وايي، هوټل کې نور مېلمانه هم خوندي دي او چا ته زیان نه دی رسېدلی.

چاودنه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د چاودنې پر مهال د چین سفیر هوټل کې نه و.

کوټه کې د پولیسو یو چارواکی اظهر اکرام وايي، سرینا هوټل کې پولیس هم شته او د چاودنې پر مهال د سیمې د پولیسو مشر هم هوټل کې و.

دوی وايي، اوس پولیس د چاودنې د څرنګوالي پلټنه کوي.

هوټل کې چاودول شوي ګاډي په پارکینګ کې نور موټر هم سوځولي دي.

خواله رسنیو کې د دې چاودنې انځورونه پارکېنګ کې د اور لمبې او لوخړې ښيي.

سرینا هوټل

کوټه
د عکس تشریح، چارواکي وايي، موټربم ورڅېرمه ګاډي هم سېځلي دي.

کوټه کې سرینا هوټل یواځنی پنځه ستوریز هوټل دی او کله چې دغې صوبې ته کورني یا بهرني ملېمانه لاړ شی ډېری یې دغه هوټل کې پاتې کېږي.

دا هوټل د کوټې تر ټولو لویه امنیتي سیمه کې دی، چې ورته مخامخ کوټه کینټونمنټ، بلوچستان صوبايي اسمبلي او بلوچستان ستره محکمه هم دي.

د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال خان دې هوټل کې چاودنه غندلې او له اړوند چارواکو یې رپوټ غوښتی دی.

هغه خپل بیان کې زیاتوي: "ترهګرو د خپلو ډارنو چارو لپاره ځايي هوټل په نښه کړ. "

د نوموړي په خبر "د ترهګرۍ د ناسور ختمولو لپاره ټول ملت یو موټی دی. "

بلوچستان کې وسلوالې ډلې څه غواړي؟

بلوچستان

د عکس سرچینه، Reuters

د طالبانو یوه ویاند له رویټرز سره خبرو کې ویلي، هوټل کې یې یوه وسلوال ځانمرګی برید کړی دی: "دا ځانمرګی برید و او بریدګر له باروتو ډک موټربم ته هوټل کې چاودنه ورکړه. "

که څه هم د دې برید مسوولیت پاکستاني طالبان مني، خو د پاکستان دغه تر ټولو خواره صوبه د اسلامي توندلارو او بلوڅ بېلتونپالو په ګډون د څو وسلوالو ډلو کور دی.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې له پاکستان خپلواکي غواړي او د پاک- چین اقتصادي پروژو په تېره د ګوادر پروژې سره مخالفت لري.

د بلوڅ خپلواک پوځ په نوم بېلتونپالې ډلې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۲۳ کراچۍ کې د دریو ځانمرګو په مټ د چین پر کونسلګرۍ ډله ییز برید وکړ.

بلوڅ بېلتونپال دوه کاله مخکې ګوادر بندر کې پر یوه هوټل د برید مسوول هم بلل شوي دي.

دا ډلې د پاکستان حکومت او چین تورنوي چې د بلوچستان ګاز او طبیعي شتمنۍ او ستراتیژيک موقعیت داسې کاروي چې ځايي خلکو ته یې لږ ګټه رسېږي.