له جنیوا او لندن وروسته نیویارک کې د "خپلواک بلوچستان" اعلانونه لګول شوي

د عکس سرچینه، Twitter
له لندن وروسته بلوڅ نړیوالې ادارې د امریکا د نیویارک ښار په تر ټولو بوخته او مشهوره سیمه ټایمز چوک کې د خپلواک بلوچستان اعلانونه ولګول.
دا ډله وايي، د ټایمز چوک په منځ کې په اشتهاري بورډونو سره د خپلواک بلوچستان هڅې کوي.
دا اداره وايي پوسټرونه به یې تر دریو ورځو- د نوي کال تر پیلېدلو- دلته لګېدلي وي.
د بلوڅ نړیوالې ادارې وېبپاڼه کې لیکل شوي چې د نیویارک په خوار بوخته او مشهوره سیمه ټایمز چوک کې په دې هڅو سره امریکايي ولس د بلوچستان له ناوړه حالت خبروي.
دوی زیاتوي چې پر دړو له اعلان لګولو سربېره د نیویارک پر سلو ټیکسیو یې هم دا ډول اعلانونه لګولي دي.
په ټایمز چوک کې د خپلواک بلوچستان اعلان د کلیر چینل سپیکټا کلر کمپنۍ په دړه لګېدلی.
دې کمپنۍ د خپلې دړې د مشهورتیا لپاره لیکلي دي:
ټایمز چوک ته څوک راځي؟

د عکس سرچینه، TWITTER
- شتمن خلک.
- لوستي- دلته راتلونکي خلک ۷۰ سلنه تر پوهنتون پورې زدکړې لري.
- ۶۶ سلنه یې د خپل ځای دي.
- نیویارک ته راتلونکي ۸۰ سلنه سیلانیان دلته راځي.
- ټایمز چوک کې له درې ګړیو ډېر وخت تېروي.
شمېرې

د عکس سرچینه، Twitter
- هره اونۍ له ټایمز چوک پنځه لکه ګاډي تېرېږي.
- درې لکه نوي زره خلک په ټایمز چوک کې دفترونو کې کار کوي.
- د نیویارک ښار هوټل ۲۵ سلنه کمرې ټایمز چوک کې دي.
جنیوا او لندن کې ورته هڅې

د عکس سرچینه، MOFA
د بلوچستان نړیوالې ادارې تېر سپټمبر د سویس یا سویزرلېنډ د جنیوا ښار په ځینې سیمو او بسونو او نورو موټرو هم داسې اعلانونه نښلولي وو، چې د بلوچستان د خپلواکۍ او پاکستان کې له لږکیو سره د ناوړه چلند خبرې یې کولې.
د پاکستان حکومت د خپلواک بلوچستان د اعلانونو د هڅو له امله د سوېس حکومت ته شکایت وکړ او ترې ویې غوښتل چې په دې پاروونکې هڅه کې د ښکېلو کسانو پرضد سخت ګامونه واخلي.
خو د سوېس حکومت د پاکستان غوښتنه پر ځای نه کړه، ځکه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د سوېس سفیر ور وباله او یو ځل بیا یې جنیوا کې د پاکستان خلاف اعلاني هڅو له امله شکایت وکړ.
له جنیوا وروسته تېر نومبر د برتانیا پلازمېنه لندن کې هم پر ټیکسیو د خپلواک بلوچستان د اعلانونو په لګولو سره ورته هڅې وشوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت برتانیا ته په شکایت سره وویل، چې دا هڅې د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا نېغ تېری دی.

د عکس سرچینه، MOFA











