له جنیوا او لندن وروسته نیویارک کې د "خپلواک بلوچستان" اعلانونه لګول شوي

له لندن وروسته بلوڅ نړیوالې ادارې د امریکا د نیویارک ښار په تر ټولو بوخته او مشهوره سیمه ټایمز چوک کې د خپلواک بلوچستان اعلانونه ولګول.

دا ډله وايي، د ټایمز چوک په منځ کې په اشتهاري بورډونو سره د خپلواک بلوچستان هڅې کوي.

دا اداره وايي پوسټرونه به یې تر دریو ورځو- د نوي کال تر پیلېدلو- دلته لګېدلي وي.

د بلوڅ نړیوالې ادارې وېبپاڼه کې لیکل شوي چې د نیویارک په خوار بوخته او مشهوره سیمه ټایمز چوک کې په دې هڅو سره امریکايي ولس د بلوچستان له ناوړه حالت خبروي.

دوی زیاتوي چې پر دړو له اعلان لګولو سربېره د نیویارک پر سلو ټیکسیو یې هم دا ډول اعلانونه لګولي دي.

په ټایمز چوک کې د خپلواک بلوچستان اعلان د کلیر چینل سپیکټا کلر کمپنۍ په دړه لګېدلی.

دې کمپنۍ د خپلې دړې د مشهورتیا لپاره لیکلي دي:

ټایمز چوک ته څوک راځي؟

  • شتمن خلک.
  • لوستي- دلته راتلونکي خلک ۷۰ سلنه تر پوهنتون پورې زدکړې لري.
  • ۶۶ سلنه یې د خپل ځای دي.
  • نیویارک ته راتلونکي ۸۰ سلنه سیلانیان دلته راځي.
  • ټایمز چوک کې له درې ګړیو ډېر وخت تېروي.

شمېرې

  • هره اونۍ له ټایمز چوک پنځه لکه ګاډي تېرېږي.
  • درې لکه نوي زره خلک په ټایمز چوک کې دفترونو کې کار کوي.
  • د نیویارک ښار هوټل ۲۵ سلنه کمرې ټایمز چوک کې دي.

جنیوا او لندن کې ورته هڅې

د بلوچستان نړیوالې ادارې تېر سپټمبر د سویس یا سویزرلېنډ د جنیوا ښار په ځینې سیمو او بسونو او نورو موټرو هم داسې اعلانونه نښلولي وو، چې د بلوچستان د خپلواکۍ او پاکستان کې له لږکیو سره د ناوړه چلند خبرې یې کولې.

د پاکستان حکومت د خپلواک بلوچستان د اعلانونو د هڅو له امله د سوېس حکومت ته شکایت وکړ او ترې ویې غوښتل چې په دې پاروونکې هڅه کې د ښکېلو کسانو پرضد سخت ګامونه واخلي.

خو د سوېس حکومت د پاکستان غوښتنه پر ځای نه کړه، ځکه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د سوېس سفیر ور وباله او یو ځل بیا یې جنیوا کې د پاکستان خلاف اعلاني هڅو له امله شکایت وکړ.

له جنیوا وروسته تېر نومبر د برتانیا پلازمېنه لندن کې هم پر ټیکسیو د خپلواک بلوچستان د اعلانونو په لګولو سره ورته هڅې وشوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت برتانیا ته په شکایت سره وویل، چې دا هڅې د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتیا نېغ تېری دی.