بلوچستان کې خبریالانو ته ګواښونه

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له درېیو ورځو راهیسې د ورځپاڼو چاپېدل او د دغو ورځپاڼو نورو سیمو ته لېږدول بند شوي او یا ډېر کم شوي دي. بلوڅ وسلوالو ډلو پاکستانيو ځايي ورځپاڼو ته ګواښ کړی و، چې که د دوی دریځ ته په خپلو ورځپاڼو کې ځای ور نه کړي، د ورځپاڼو دفترونه، خبریالان او کارکوونکي به يې په نښه کړي.

د پاکستان حکومت او امنيتي ارګانونه هم خبریالان او ورځپاڼې نه پرېږدي، چې د دغو وسله والو څرګندونې خپرې کړي.

له هغه راهیسې چې په بلوچستان کې ځينو بلوڅو د پاکستان پر ضد وسلواله مبارزه پېل کړې، تر ډېره به دغو ډلو په ځايي ورځپاڼو کې پاکستاني امنيتي ارګانونو ته د مرګ ژوبلې اړولې ادعاوې کولې.

د دغه ایالت د ځايي خبریالانو په خبره په ۲۰۱۴م عیسوي کال کې د پېښور ښوونځي تر پېښې وروسته چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه د ترهګرۍ ضد ملي تګلاره اعلان کړه، په همغه کې يې ځايي رسنۍ د وسلوالو ډلو د اعلامیو او ادعاو له خپرولو منع کړې.

په کوټه کې مېشت د ډان ټلویزیون او ورځپاڼې خبریال سید علي شاه وايي، که څه هم د دې اخطارونو ډېر زور پر ورځپاڼو دی، خو له دې سره يې د ټلویزنونو او راډيوګانو خبریالان هم وېرولي.

ښاغلی شاه وايي، د کوټې په شمول د ایالت په ډېری برخو کې د ورځپاڼو کارکوونکي د ورځپاڼو له وړلو په شا شوي، چې ورسره ځايي ټولې ورځپاڼې خپرېدل په ټپه درېدلي او یا خورا لږ شوې.

عیسی ترین د دغه ایالت د خبریالانو د اتحاديې پخوانی مشر دی، ښاغلی ترین وايي، د ایالت خبریالان د وسلوالو او حکومتي ارګانونو ترمنځ ایسار پاتې دي، که د وسلوالو خبر خپور کړي، حکومت يې نه پرېږدي او که يې خپور نه کړي، وسلوال پرې بریدونه پرې کوي.

بلوڅو وسلوالو ډلو چې ددغه ایالت خبریالانو او ورځپاڼو ته يې د اکتوبر تر ۲۴مې نېټې ضرب الاجل ټاکلی و، تردې یوه ورځ وروسته د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه د دغه ایالت په حب ښارګوټي کې د جیو نومي شخصي ټلویزیون د دفتر مخې ته یوه چاودنه هم شوې، چې مسوولیت يې همدې وسلوالو ډلو منلی دی.

که څه هم په دغه برید کې کوم مالي او ځاني زیان و نه رسېد، خو دې ځایي خبریالان لا ډېر په اندېښمن کړي.

بلوچستان ایالت چې د خبریالانو لپاره د پاکستان تر ټولو ناامنه ایالت ګڼل کېږي، د دغه ایالت د خبریالانو د ټولنې په خبره په تېرو ۱۵ کاله کې د ناامنۍ په بېلا بېلو پېښو کې د دوی شاوخوا ۴۰ خبریالان وژل شوي، چې د ځينو د وژلو مسوولیت وسلوالو ډلو منلی دی، خو د ځينو نورو مسوولیت چا نه دی منلی چې د هغوی د وژلو تور بیا د دغه هېواد پر څارګرو ادارو پورې کېږي.