اختر مینګل: حکومتي ادارو بلوچستان ته ترهګري راوړې

د بلوچستان د ملي ګوند مشر او د دغه ایالت پخوانی سر وزیر سردار اختر مینګل وايي، بلوچستان کې د ملتپال غورځنګ د له منځه وړلو لپاره حکومتي ادارو له نورو سیمو دغه ایالت ته ترهګري ور وړې ده.
د پاکستان د جوړېدلو د ۷۰ کلیزې په بهیر کې د دغه هېواد پر تېر، اوس او راتلونکي له سیاستوالو سره د بي بي سي د ځانګړو مرکو (د پاکستان لرلید) کې ښاغلي مینګل وویل، چې بلوچستان کې روانه ترهګري پېژندل د حساب پوښتنه نه ده او هر څوک پر پوهېږي.
"د مذهبي توندلارۍ خپروونکې ډلې ډاډه ګرځي، له دوی سره د ادوارو پېژندپاڼې وي".
اختر مینګل وايي، داسې انځورونه یې لیدلي چې پکې د ترهګرۍ جرمونو اصلي مطلوب کسان له سټبلېشمنټ سره څنګ په څنګ پکې ولاړ وي.
پاکستان په بلوچستان کې د روان کړکېچ پړه د هند پر څارګره اداره اچوي. خو سردار اختر مینګل وايي، که نوی ډېلی په دغه کشاله کې لاس لري بیا هم لامل به یې اسلام اباد وي.
افغانستان او هند کې لاسوهنه

"زه دا نشم ویلی چې هند په بلوچستان کې ښکېل نه دی، هغه به وي، خو دا چانس هم موږ په لاس ور کړی دی، که موږ د چا په کور کې لاسوهنه کوو، نو هغه به یې هم کوي، دا له دواړو لورو وي، چې نه یې غواړو".
سردار مینګل د یوې پوښتنې په ډول وویل: "موږ په افغانستان کې لاسوهنه نه کوو، موږ له دې مسوولیت ځان خلاصولی شو؟ موږ مجاهدین خپاره نه کړل، طالبان مو جوړ نه کړل؟ ایا دا د اسلام په نوم و یا د پاکستان یا د ډالرو له امله، موږ د ډالرو لپاره پاکستان پلور ته وړاندې کړ".
په بلوچستان کې د حالت ښه کولو لپاره هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې له ترهګرو سره خبرې پکار دي:
"کله چې ای ار اې او د برتانیا حکومت خپلو کې خبرې کوي، موږ یې ولې نشو کولی".
د اختر مینګل په خبره، د پاکستان سیاسي مشرتابه ډېر بې واکه دی او ځواکمن یواځې سټبلېشمنټ دی.
بلوچستان د پنجاب مستعمره

د عکس سرچینه، Getty Images
د هغه په خبره، سټبلېشمنټ بلوچستان خپله برخه نه بولي، یواځې د یوې ښکېلاک مېنې یا مستعمرې په سترګه ورته ګوري:
"د پنجاب مستعمره یې بولي، تر هغه چې بلوچستان د پاکستان برخه ونه بلل شي، ستونزې به اوارې نه شي".
نوموړي دا هم وویل، چې تېر ۷۰ کلونو کې څومره واکمن د رایې یا ټوپک په زور راغلي ټولو د جناح لرلید له پښو لاندې کړی دی.
د هغه په اند د جناج په لرلید کې د ۱۹۴۰ کال تړون له مخې، ټولو ایالتونو ته کورواکي ور کړل شوې وه، خو اوس دا کورواکي نشته.
اختر مینګل دا هم وویل، چې د مجبورۍ له امله د پاکستان جعرافیه مني، سیاستوال هم مجبور دي، ایالت هم مجبور دی:
"بلوچستان کې د خپلواکۍ غورځنګ مسوولیت د هغو ډلو، ادارو او حکومتونو دی چې دوی د دې ځای ځوانان تر دې مایوسه کړل چې اوس د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي".

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي بلوجستان کې د وسلوالو په لاس د بې ګنا خلکو وژل هم وغندل، خو ویې ویل، دغه ایالت کې سیاسی هڅې له منځه وړل شوې، سیاستوال ورک کړل شوي او نتیجه یې دا شو ه چې ځوانان ناهیلي شوي.
هغه دا هم وویل، چې که سټبلېشمېنټ خپل فکر بدل نه کړي پاکستان به د تیارو لور ته لاړ شي.
"ماته پاکستان په تیاره کې ښکاري، داسې مشرتابه نشته چې رڼا ته یې بوځي".








