د بلوچستان په ګوادر کې وسله والو ۱۰ کارګر وژلي

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کارګران د یوه سړک پر جوړولو بوخت و، چې وسله والو پرې برید کړی دی

د پاکستان د بلوچستان چارواکي وايي، په ګوادر سیمه کې نامعلومو وسله والو د رغنیزو چارو پر کارګرانو ډزې کړي چې له امله یې ۱۰ کان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د مکران سیمې کمېشنر بشیر بنګلزي رسنیو ته ویلي، په کارګرانو بریدونه د ګوادر په پشکان او ګنت سیمو کې شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي ویلي، د په نښه شویو کارګرانو د پېژنګلوۍ هڅې یې پیل کړي دي.

د هغه په خبره، وژل شوي کارګران د یوه سړک پر جوړولو بوخت و، چې وسله والو پرې برید کړی دی.

په ګنت کې د برید پر مهال موجود کارګر قادربخش بي‌بي‌سي ته ویلي، له پشکان لوري دوه بریدګر زموږ خوا ته راغلل، زه یې مخې ته ورغلم او ورته ومې ویل، مزدوران ټول د سند اوسېدونکي دي، خو ما له هغوی سره په بلوچي خبرې کولې.

ما ته یې وویل، ته ترې څنډې ته شه. نوموړی زیاتوي، له شپږو میاشتو راهیسې دلته کار کوم، نه هغه وخت د کارګرانو د ساتنې امنیتي کسان وو او نه اوس شته.

د سند د سیمې بل اوسېدونکي رضابخش بي بي سي ته ویلي، دوه کسان پر موټر سایکل راغلل او موږ ته یې وویل کتار جوړ کړئ، موږ کتار جوړ کړ او هغوی ډزې راباندې وکړې.

.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان او چین ترمنځ په پیل شوي اقتصادي کوریډور کې ګوادر بندر ډېر اهمیت لري

د پاکستان په ګوادر سیمه کې دغه بریدونه پرداسې مهال کېږي چې د دغه هېواد صدراعظم نواز شریف او د څلورو صوبو لومړي وزیران چین ته په رسمي سفر تللي دي.

تېره ورځ هم د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د سنا جرګې د یوه غړي موټریز کاروان ته څېرمه چاودنې ۲۵ کسان ووژل او ۴۲ نور ټپیان کړل.

د پاکستان او چین ترمنځ په پیل شوي اقتصادي کوریډور کې ګوادر بندر ډېر اهمیت لري. اټکل دی چې له چینه اسیايي او اروپايي هېوادونو ته ټول لېږل کېدونکي توکي به د دغه بندر لارې ولېږدول شي.