حربیار مري وايي چین دې بلوچستان کې خپلې پروژې ودروي

د بلوڅ بېلتونپالو یوه مشر حربیار مري د چین له هېواده وغوښتل چې بلوچستان کې دې خپل سوداګریز فعالیتونه له بلوڅ قوم او مشرانو سره په همغږۍ وکړي، نه، د ده په وینا، د پاکستان له حکومت سره.
ښاغلي مري د چین سفارت مخې ته له بي بي سي سره خبرو کې وویل که چین د بلوچستان ګوادر بندر سره اړوندو پروژو ته همداسې دوام ورکړي "ستونزې راولاړېدی شي ".
د یکشنبه پر ورځ یو شمېر بېلتونپالو بلوڅانو لندن کې د چین د سفارت پر وړاندې مظاهر وکړه او مرکزي لندن کې یې لاریون وکړ چې مشري یې حربیار مري کوله.
مظاهره کوونکو د "چین - پاکستان اقتصادي دهلیز " چې سي پېک (CPEC) بلل کېږي، پر ضد شعارونه ورکول.
د سي پېک پروژې موخه چې تېر کال د چین او پاکستان حکومت ترمنځ یې تړون لاسلیک شو، د بلوچستان ایالت ګوادر بندر د چین کاشغر سیمې سره د لویې لارې، اورګاډي پټلۍ او د غازو د نل لیکي په مټ نښلوي.
دغه "دهلیز " به نژدې ۳۰۰۰ کیلو متره اوږد وي او څه کم ۵۰ میلیارد ډالره به پرې ولګېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ښاغلی مري له بلوڅ مشرانو سره له همغږۍ پرته، د چین شتون په سیمه کې ګټور نه بولي او داسې فعالیت یې د "غله " بولي.
ښاغلی مري ادعا کوي چین له لسیزو راپدېخوا سیمه کې فعالیت کوي خو د ده په وینا بلوڅ قوم ته یې کومه ګټه نه ده رسېدلې او "نه به هم د ګوادر بندر پروژې کومه ګټه ورسوي ".
د پاکستان حکومت تل ویلي د سي پېک له پروژې سره به ټول هېواد ته پرمختګ او اقتصادي وده راولي.
لندن مېشتی بلوڅ مشر حربیار مري خپله بې باوري څرګندوي او وايي سره له دې چې د بلوچستان طبیعي سرچینو او جغرافیايي موقعیت باید دغې سیمې ته پرمختګ راوستلی وای، خو د ده په وینا د پاکستان په ټولو ایالتونو کې بلوچستان تر ټولو وروسته پاتی دی.









