چین په بلوچستان کې د چینایانو پر وژنه اندېښنه ښودلې

د عکس سرچینه، EPA
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د دوو تښتول شویو چینایانو پر مړینه خواشیني دي او په دې اړه نور معلومات را ټولوي.
د تښتول شویو چینایانو د وژنې پړه "اسلامي دولت" نومې ډلې منلې ده.
شینهوا خبري بنسټ د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې لیکلي، "موږ په دې اړه خبر تر لاسه کړی او ډېر خواشیني یوو. موږ په تېرو ورځو کې د تښتول شویو چینایانو د ژغورلو هڅې کړې دي".
"اسلامي دولت" نومې ډلې ویلي، د مۍ میاشتې په وروستیو کې یې د پاکستان له جنوب لویدیځه تښتولي "چینایان وژلي دي".
داعش پورې اړوندې ویبپاڼې اعماق په ټیلیګرام کې په عربۍ ژبه خپره کړې خبرپاڼه کې منلې چې چینایان یې وژلي دي.
تر اوسه پاکستاني چارواکو د یادو چینایانو وژنه تایید کړې نه ده.











