بلوچستان کې د مسخه شویو مړيو لړۍ
تېر يوه کال کې يې لسګونه مړي موندل شوي، د حقونو ځايي وايي ريښتینی شمېر ښايي ډېر لوړ وي.
د پاکستان بلوچستان کې تېر يوه کال د مسخه شويو مړو رابرسېره کېدو لړۍ روانه وه. د دغه هېواد د بشري حقونو وزارت په وينا تېر يوه کال له بېلابېلو سيمو لسګونه مسخه شوي مړي موندل شوي وو.
بلوچستان کې د قبايلي شخړو له امله مرګژوبله پېښېږي، خو ډېر يې د مړو مسخه کول خپلمنځۍ لانجې نه ګڼي، او پر وړاندې يې قومپاله بلوڅ ډلې او د قربانيانو کورنۍ تل احتجاجونه کوي.
خدای نور ناصر یې نور حال راکوي.