د کوټې اوونۍ: بلوچستان کې وکيلان
د بلوچستان په مرکز کوټه کې قانون پوهان وايي تر دوو زرو ډېرې قضيې وکیلان نه لري چې حل یې کړي وايي دا ځکه چې تېر کال په همدغه ښار کې یوه برید لسګونه وکیلان ووژل.
همدا پاتې قضیې هغو وژل شویو پښتنو قانون پوهانو پر مخ وړې خو د وکیلانو ځوان نسل وايي لا هم نهیلي نه دي.
خدای نور ناصر د کوټې اوونۍ په لړ کې پر همدې رپوټ لري.