بلوچ رپ سندرغاړی
د بلوچستان د سبي له واړه ښارګوټی د کراچۍ د ګڼې ګوڼې او دنګو ماڼيو تر لوی ښاره د عابد بروهي د سفر کيسه په زړه پورې ده.
اوس یې لومړۍ سندره پر انټرنېت خپره شوې، او په پراخ ډول د خلکو خوښه شوې، او له سل زره ځله زياته لیدل شوې ده.
دی له يوې بېوزلې کورنۍ دی، سندرې يې په بلوچۍ ژبه دي، او غواړي خپله موسيقي د پاکستان لروبر ورسوي.